د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (30) قلمه خوراکي موادو د تدارک او چمتوکولو پروژه

kalim_admin
اطلاعیه تصمیم اعطای قرارداد – پروژه تهیه و تدارک (30) قلم مواد اعاشوی مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگها به اساس (بیع بالتقسیط) بابت سال مالی 1405

Publish Date

Closing Date

په همدې وسیله  ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د (بیع بالتقسیط) په اساس د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ (30)  قلمه خوراکي موادو د تدارک او چمتوکولو پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1405/G-37 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د سیف الرحمن لایټ لوجستیکي او خدماتي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (47767) ده او پته یې  کابل ښار، دارالامان سړک، د روسیې سفارت ترڅنګ موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې ترټولو لږ قیمت یې 6,699,810.97 افغانۍ او تر ټولو زیات قیمت یې  8,934,341 افغاني دي په قرارداد ورکړي.

هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.

...

۱ کال ago

...

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو  د سمنګان ولایت د ایبک–مزارشریف پر لاره د چشمه‌ صیاد د پروژې قرارداد، چې د MOPW . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه چې 800+211 څخه تر 800+261 کیلومتره پورې او د فراه ولایت د ټولګټو وزارت د ساحې مربوط مسؤلیت کیږي

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د پنځم لاټ د ترمیم پروژه   . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۳۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژه

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅو د اند خوی–آقینې بندر د سړک د اسفالټ فرش د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې پروژې د شرطپاڼې او . . .

Back to tenders