د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست د اړتیا وړ 66 قلمه ادویه جاتو چمتو کولو او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د 1405 مالي کال لپاره د سالنګونو د څارنې او ساتنې ریاست د اړتیا وړ 66 قلمه ادویه جاتو چمتو کولو او تدارک پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/G-40/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې د درخشان پارون لوژستکي شرکت ته چې د جواز شمېره یې (D-02-1821 )ده او د نورستان ولایت مرکز پارون ښار کې موقعیت لري، د (639310) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
