د قرار داد بیا ځلې د ورکړې خبرتیا- د سمنګان ولایت له ایبک څخه تر روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومټره سړک رغولو ډیزاین بلټ د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

kalim_admin
اعلان مجدد دعوت به داوطلبی- پروژه دیزاین بلت اعمار سرک ولایت سمنگان از ایبک الی روی دو آب بطول 20 كيلومتر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو (د سمنګان ولایت له ایبک څخه تر روی دو آب پورې د ۲۰ کیلومټره سړک رغولو ډیزاین بلټ پروژې )د داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو کاپي د دې وزارت د ساختماني چارو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي. د شرطپاڼې شرايطو او تدارکاتو قانو او کړنلارې سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلور‌لارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.

د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۱۴۰۴/۷/۱)  - (۹:۰۰)  بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول(  ۱۷،۰۰۰،۰۰۰)  افغانۍ دي.

د آفر پرانيستلو نېټه (۱۴۰۴/۷/۱)   - (۹:۰۰)  بجې له غرمې مخکې.

يادونه: که چيرې د روان کال (۱۴۰۴/۷/۱)  نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سنګین د دوراهي څخه تر سنګین ولسوالۍ د سړک ترمیم او د سنګین ولسوالۍ څخه تر تنګي بازاره د شولډرونو د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د سنګین د دوراهي څخه تر سنګین ولسوالۍ د سړک ترمیم او د سنګین ولسوالۍ څخه تر تنګي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پکتیا ولایت د غلګي په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس جوړولو او رغولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پکتیا ولایت د غلګي په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس جوړولو او رغولو د پروژې . . .

Back to tenders