د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د بلخ ولایت لومړۍ ناحیې د شاديان سړک ختیځ لوري ته د ټولګټو وزارت (۳۵٫۷۶) جریبه اضافي ځمکې د اجارې ورکولو خبرتیا
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي، چې ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت لومړۍ ناحیې د شاديان سړک ختیځ لوري ته د ټولګټو وزارت (۳۵٫۷۶) جریبه اضافي ځمکه په اجاره ورکړي.
له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د (۱۴۰۵/۶/۱۷) نېټه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.
یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:
۱- د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح
۲- د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحه
۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل
۴- د پروژې د تطبیق مهالویش
۵- د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې
۶- د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)
۷- د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول
د اجراء تضمین: د اوس لپاره د تطبیق وړ نه دی.
د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه: ۱۴۰۵/۶/۱۷، د سهار ۱۰ بجې
د طرحو د سپارلو ځای: د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت
یادونه: که چېرې یاده نېټه (۱۴۰۵/۶/۱۷) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.
