د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د سالنګ ټولپلازا لپاره د دری(۳) قلمه د اړتیا وړ توکو (بلوط، ارچه او سنګ ذغال) د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو۱۴۰۴ مالي کال لپاره د ادارې او خدماتو ریاست د سالنګ ټولپلازا لپاره د دری قلمه د اړتیا وړ توکو (بلوط، ارچه او سنګ ذغال) پروژه په قرار داد ورکړي چې MOPW/1404/G-23/CB تشخصیه نمبر لرونکی دی؛ ګدون وکړي او د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري (USB) کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: 1404/04/26) - (10:00) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول(34،200) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه: ( 1404/04/26) 10:00 بجې له غرمې مخکې.)
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.
يادونه: که چيرې د روان کال ( 1404/04/26) نېټه د حکومت لخوا په ناگاهانه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.