د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د څلورپایه پلو، آغيل پل، قلاتک پل، هيجان پل او دفترخانې پل پروژه
Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوی ؛ ترڅو د څلورپایه پلو، آغيل پل، قلاتک پل، هيجان پل او دفترخانې (۲) پل پروژې چې د سالنګونو اړوند د کابل–مزارشريف عمومي لویې لارې په دوهم لاټ کې موقعيت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون ورکړي، د شرطپاڼې د شرايطو سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: 1404/9/13 - (10:00) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول ( 750,000 ) افغانۍ دي.
د آفر پرانستولو ځای: ټولګټو وزارت، دريم پوړ د مقام د ناستو تالار.
يادونه: که چيرې د روان کال 1404/9/13 نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپه ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.
