د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کندهار ولایت د تختې پُل ولسوالۍ د دورۍ سیند پر سر د نائب ویالې په ساحه کې د پياده رو لپاره د نوي کیبلي پُل د یوې پایې د جوړولو پروژه

kalim_admin
 پروژه ساختمان یک پایه پل جدید کیبلی پیاده رو در ساحه نائب ویاله بالای دریای دوری ولسوالی تخته پل ولایت کندهار

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت په شرایطو برابرو ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو ( د کندهار ولایت د تختې پُل ولسوالۍ د دورۍ سیند پر سر د نائب ویالې په ساحه کې د پياده رو لپاره د نوي کیبلي پُل د یوې پایې د جوړولو پروژې) د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او د يادې پروژې د شرطنامې، د احجام بل او تخنيکي اسناد و سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانيزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطنامې  تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرايطو مطابق پــه تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر (۱۰:۰۰) مخكې له غرمي ظهر( ۴/۱۰/۱۴۰۴هــ.ش) د ټولگټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې د احصائې او ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت سړک، ملالۍ واټ کې واقع دی وړاندې کړي، د يادونې وړ ده انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.

د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول ( ۳۵۰،۰۰۰)  افغانۍ دي او د آفر پرانیستې غونډه به ( ۴/۱۰/۱۴۰۴هــ.ش) ( ۱۰:۰۰) بجې مخکې تر غرمې د ټولګټو وزارت په اول منزل تعمیر کې د تدارکاتو ریاست له لوري ترسره کېږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بیا ځلې بلنې خبرتیا - د پکتیا – خوست د ۲۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو - د پکتیا – خوست  د ۲۰ کیلومتره  سړک د اساسي رغونې  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقه‌مند داوطلبان کولای شي . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سنګین د دوراهي څخه تر سنګین ولسوالۍ د سړک ترمیم او د سنګین ولسوالۍ څخه تر تنګي بازاره د شولډرونو د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د سنګین د دوراهي څخه تر سنګین ولسوالۍ د سړک ترمیم او د سنګین ولسوالۍ څخه تر تنګي . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د پکتیا ولایت د غلګي په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس جوړولو او رغولو پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو د اصولو له مخي ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د پکتیا ولایت د غلګي په سیمه کې د تلې د بشپړ کمپلکس جوړولو او رغولو د پروژې . . .

Back to tenders