د لغمان ــ سرخکان سړک، د خروټو په سیمه کې یو پلچک ترمیم او بیاورغول شو

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۵/۵ - ۱۴:۲۹
د لغمان ــ سرخکان سړک، د خروټو په سیمه کې یو پلچک ترمیم او بیاورغول شو

د لغمان ټولګټو ریاست د کارکوونکو لخوا د لغمان ــ سرخکان پر لار ویجاړ شوی پلچک ترمیم او بیاورغول شو.

دغه پلچک چې څه موده وړاندې د هېواد د دښمنانو له لوري ویجاړ شوی وو؛ خورا ګڼې ټرافیکي ستونزې یې د ولسونو د تګ راتګ پرمخ جوړې کړې وي.

د لغمان ټولګټو ریاست د یاد پلچک د بیارغولو په برخه کې په بېړنۍ توګه لاس پکار شو او دغه پلچک یې بیا ځلې ورغول شو.

د یادولو وړ ده، چې ټولګتو وزارت د هېواد په کچه ټول هغه پلونه، پلچکونه او سړکونه چې د دولت ضد وسلوالو مخالفینو لخوا ویجاړ شوي؛ امکاناتو ته په کتو یې بیا ځلې په اساسي ډول جوړوي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS