د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۱/۶/۵ - ۱۶:۴۴
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د عمومي وضعیت څرنګوالی

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورونو په اساس، د هیواد د سړکونو  او لویو لارو عمومي وضعیت په لاندې ډول دی:

نورستان: د غربي اوشرقي نورستان لویه لار دورستیو سیلابونو دپاتي شونو له امله دترافیکو پرمخ تړل شوې چې د پاکولو او خلاصون کار یې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا په چټکۍ سره دوام لري.

زابل: د شینکۍ ولسوالۍ سړک، چې د یوه پل د ویجاړیدو له امله بند شوی و، دا مهال د استحکامي پل په جوړلو سره د بیرته خلاصولو کار پیل شوي دی.

پنجشیر: د سیلابونو له امله د حصه اول ولسوالۍ سړک په پیشغور سیمه کې د تګ راتګ پرمخ بند شوی و، دا مهال یې د پرانیسلو کار د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا جریان لري او په اضطراری ډول د لوړ تناژ موټرو پرمخ پرانیستل شوې.

غزني: د کابل ۔ کندهار لویه لار، چې د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ اړوند د لونو پمپ په سیمه کې د سیلابونو له امله بنده شوې وه، دا مهال د یاد ولایت دټولګټو چارو ریاست د ماشینرۍ او تخنیکی پرسنل د هڅو په پایله کې د ترافيکو پر مخ پرانیستل شوې ده.

پروان: دکابل- بامیان لویه لار، چې دیاد ولایت په سیاګرد اوشینوارو ولسوالیو کې د ورستیو سیلابو نو له کبله ویجاړه شوې وه د پاکولو چاري یې دیاد ولایت تخنیکي ټیم او مشینری پر مټ په چټکۍ سره دوام لري.

لغمان: د مرکز اړوند مهترلام - نیلاواټ سړک، چي زیاته برخه یې د وروستو سیلابونو له کبله تخریب شوې وه دیاد ولایت د ټولګټو ریاست ماشینرۍ اوتخنیکي ټیم لخوا پاک کاري او په موقت شکل سره ترمیم شوه.

همدارنگه، په میدان ورګ،خوست، کونړ او بامیان ولایتونو کې د ورستیو سیلابونو له امله د بندو لارو د پاکولو او پرانستلو او دغه راز د پلګوټو د ترمیم کار په چټکۍ سره جریان لري.

ټولګټو وزارت له ټولو موټر چلونکو او لارویانو څخه غوښتنه کوي، چې پر سیلاب ځپلو مسیرونو کې دې د تګ راتګ پر مهال له پوره احتیاط څخه کار واخلي او ترافیکي قوانینو ته دې پاملرنه وکړي، تر څو چاته ځاني او مالي زیان ونه رسیږي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

BACK TO NEWS