د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

media_admin
د هیواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت:

د سالنګونو لویه لار: نن ورځ په سالنګونو کې هوا نیمه وریېځ ده او یاده لویه لار د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده. دا مهال مسافر وړونکي موټر له دواړو لورو او بار وړونکي موټر له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولی شي. غزني: د غزني – جغتو ولسوالۍ سړک، چې د ورستۍ واورې له امله په مومند کوتل کې بند شوی و، بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شو. زابل: د زابل ولایت ټولګټو ریاست پرسونل او ماشینرۍ لخوا د دغه ولایت د میزانې ولسوالۍ اړوند، مکرک او باوړي سیمو کې د ورستیو اورښتونو له امله د ویجاړو پلګوټو او سړک د ترمیم کار جریان لري. کونړ: د دغه ولایت د څوکۍ ولسوالۍ لار، په تري سېمه کې تیره شپه دغره ښویېدنې له امله د ترافیکو پرمخ بنده شوي وه، چې د د یاد ولایت د ټولګټو ریاست لخوا پاک کاري او د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه. د یادونې وړ ده، چې د هیواد نور ټول سړکونه او لویې لارې د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي او تر دامهاله کوم ترانسپورتي خنډ شتون نه لري.

...

2 کلونه ago

...

...

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۴:۲۸
Background image

خبرتیا!د سالنګونو لویه لار له لوی اختر وروسته د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ تړل کیږي

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار پیل کړی دی، چې د کار د ښه ترسره کېدو په موخه یاده لویه لار له لوی اختر وروسته ( د ۱۴۴۶هـ.ق کال د ذوالحجې په . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۷:۴۳
Background image

د سالنګونو لویې لارې څخه د تېردونکو وسایطو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

 د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د پاتې برخو د اساسي بیارغونې کار پیل کړی دی، چې د کار د ښه ترسره کیدو په موخه د يادې لويې لارې اصلي مسير د وسایطو د تګ راتک پرمخ تړل کیږي.

په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۵:۲
Background image

د قرارداد د ورکړی د تصمیم خبرتیا-د تخار- کندوز د ترافیکي اشارو د فعالولو د پروژې د قرارداد خبرتیا

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د تخار- کندوز په مسیر د بنګي پل څخه د کندز ښارتردروازې پورې د ترافیکي اشارو د فعالولو پروژه په قرارداد ورکړي، چې ((MOPW . . .

Back to announcements