د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۹ - ۱۳:۳۴
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

 

د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د راپورنو راپور په اساس د هیواد د لویو لارو او سړکونو وضعیت په لاندې ډول دی:

غور: په دې ولایت کې د واورې اورښت دوام لري او ډیری غځېدلي لارې یې  تر دې مهاله د تګ راتګ پرمخ بندې دي.

بامیان: په دې ولایت کې هوا وریېځ ده، د حاجیګک، دشت دیوالي – پنجاب بازار، آبقول کرمان، ورس – پل بندشوی، ورس – قناق کوتل لارې د ترافیکو پرمخ تر دې مهاله بندې دي.

دایکنډي: په دې ولایت کې هوا وریېځ دی؛ د تمزان کوتل لار تر غروج کلي پورې د ترافیکو پرمخ پرانیستې ده؛ خو د دې ولایت نورې لارې تر دې مهاله د تګ راتګ پرمخ بندې دي.

فراه: په دې ولایت کې یواځې د شیخ ابو نصر فراهي بندر لار تر دې مهاله د ترافیکو د تګ راتګ پرمخ بنده ده.

د سالنګ لویه لار: په شمالي سالنګ کې د واورې اورښت نرم دی؛ خو په جنوبي سالنګ کې بیا اورښت تېز او طوفاني دی، اوس مهال په دې لویه لار له ټیلري یا بار وړنکو موټرو پرته واړه موټر د ځنځیر/ چاین په تړلو سره کولی شي له دواړو لورو تګ راتګ وکړي.

همدارنګه: په کابل، میدان وردګ،‌ سرپل، بدخشان،‌ تخار، بلخ، بغلان، کاپیسا، خوست، کونړ، کندهار، نورستان، بادغیس، کندوز، زابل او پنجشیر ولایتونو کې آسمان نیمه وریېځ دی او په ځینو ولایتونو کې د باران او واورې نرم اورښت دوام لري؛ خو ټولي غځیدلي لارې یې د تګ راتګ پرمخ پرانیستې دي.

ټولګټو وزارت، له موټر چلوونکو او مسافرو څخه هیله کوي چې؛ د تګ راتګ پرمهال ترافیکي مقررات په پام کې ونیسي، د موټر ځنځیر ( چاین ) وتړي، تاوده کالي او اضافه غوړي له ځان سره ولري، له تېز تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د مؤظفو کسانو لارښوونې په پام کې ونیسي تر څو چا ته ځاني او مالي زیان ونه رسیږي.

 

...

2 کلونه ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۱۴:۳۳
Background image

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر کاپیسا ولایت ته سفر وکړ

 د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني کاپیسا ولایت ته د سړکونو د ارزونې په موخه په داسې حال کې سفر وکړ، چې دیاد ولایت والي محترم قاری احسان الله بریال، دیاد ولایت د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۷:۳۳
Background image

د سالنګونو لويې لارې د سړک د ځينو برخو د کښېناستلو اړوند ګنګوسې بې بنسټه دي

 د ا.ا.ا د رياست الوزراء عالي مقام د حکم په اساس د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د رياست الوزراء د عالي مقام د پلاوي او د د ياد وزارت د ځينو رياستونو رئيسان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۸:۴۷
Background image

د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د همغږۍ ناسته وشوه

 د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني په مشرۍ د بلخ-هرات او هرات-کندهار د اوسپنې پټلۍ د ټاکلو مسيرونو د تائيدۍ په تړاو د ۹ وزارتونو او ادارو له مرستيالانو سره د. . .

BACK TO NEWS