د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

kalim_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم ډول دوام لري.

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب له ۸مې نېټې څخه تر ۱۲مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ‌۱۲۷۶۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۸۸۱۸۶ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۰۷۶۹ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې۱۴۱۲۳ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴۵۷۲ ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال ۱۲۷۶۵۰ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تېره اوونۍ کې ۲۶۵ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او معدني ډبرې  دي.

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د څلورو بندرونو مسؤلینو او د اړوندو ولایتونو د ټولګټو ریاستونو رئیسانو ته لارښوونه کړې چې په دې حساسو شرایطو کې د لومړنیو او خوراکي توکو د انتقال لپاره سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه، د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د هېواد له ټرانزیټي لویو لارو څخه د انتقالاتو په بهیر کې هم سوداګرو او باروړونکو وسایطو ته مناسب او خوندي شرایط برابر کړي.

...

11 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۶:۰
Background image

د ټولګټو وزارت تخنیکي معین او ورسره مل پلاوي لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د سړکونو له یو شمېر مهمو پروژو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح او ورسره مل پلاوي د خپل کاري سفر په ترڅ کې په لوګر، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې له یو شمېر مهمو پروژو څخه لیدنه وکړه. . .

BACK TO NEWS