د واورې د اورښت له کبله تړلي لارې پرانیستل شوې

mopw_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۹:۳۵
د وارې د اورښت له کبله تړلي لارې پرانیستل شوې

د وارې د اورښت له کبله تړلي لارې پرانیستل شوې

نن چهارشنبه د لیندۍ ۵ د ټولګټو وزارت د تخنیکي ټیمونو د راپور پر بنسټ د هیواد د یو شمیر ولایتونو موصلاتي لارې د اړوندو ولایتي ټیمونو لخوا پرانیستل شوي او پر ځینو نورو کار روان دی.

له دې ډلې د سالنګ پر لویه لار واړه موټر له چاین تړلو او نورو اړینو توکو سره تګ را تګ کولی شي خو د بار وړونکو موټرو پر مخ لا هم ځکه تړلې چې سړکونو یخ نیولی او د ښوېېدو خطر یې لیدل کیږي، د ټولګټو وزارت تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې یاده لویه لار د بار وړونکو موټرو پر مخ هم پرانیزي.

په ورته وخت کې د غور ولایت د بکک کوتل لار او د پنجشېر ولایت پریان ولسوالۍ لار له واورې پاکه او پرانیستل شوې ده خو د پنجشېر د انجمن کوتل لار د ډیر اورښت له امله د موټرو پرمخ لا هم تړلي ده چې کار پرې روان دی.

دغه راز د بامیانو ولایت اړوند شاه توت کوتل کې هم د واورې د اورښت له کبله لار بنده شوې وه چې تخنیکي ټیمونو له وسایلو او وسایطو سره سیمې ته د لارې د خلاصېدو له پاره رسېدلي.

یاده دې وې چې په تخار، دایکندی، کندوز او بغلان ولایتونو کې د وارې اورښت دوام لري خو لارې د موټرو پرمخ پرانیستي دي.

د ټولګټو وزارت رهبرۍ ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې د واورو له کبله د بندو لارو په پرانیستلو کې له ټولو شته امکاناتو څخه ګټه واخلي.

د ټولګټو وزارت ــ کابل

لیندۍ ۵، ۱۳۹۹

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۹ - ۸:۱۸
Background image

د اوسپنيزې کرښې مرستيال د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او مل پلاوي پرون سه شنبه د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) په ۱۲مه کنگره کې د ګډون په موخه چين. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۲:۳۰
Background image

د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ  څلورمې قطعې د لومړی فاز رغنیزې چارې ۸۷ سلنه بشپړې شوې دي

د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ پروژه څلور برخې لري، چې له دې جملې دوې برخې یې د ایران هېواد اړوند او درېیمه برخه یې د هرات ولایت تر روزنک استیشن پورې رسیږي، چې رغنیزې چارې یې بشپړې شوې دي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۱:۲
Background image

په تېرو دوو اوونيو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۴۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېرو دوو اوونيو کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جوزا له ۳۰مې څخه د سرطان تر ۱۲مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۶۴۶۷۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱. . .

BACK TO NEWS