د ټولګټو وزارت ادارې ناسته ترسره شوه

د ټولګټو وزارت ادارې ناسته د دې وزارت د سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري، په مشري ترسره شوه چې د دې وزارت مرستیالانو او شمیر رئیسانو په کې ګډون کړی وو.
ناسته د قران عظیم شان د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل شوه او لومړی د دې وزارت ادارې او مالي مرستیال ملا بخت الرحمن شرافت، د غونډې د اجنډا موخې بیان کړې او د وزارت په بیلابیلو برخو کې د لاسته راوړنو، فرصتونو، خنډونو او د هغو په حل لارو باندې په تفصیل سره خبرې وکړې.
همدارنګه په دې ناسته کې د وزارت د تشکیل، ادارې مجلس د تنظیم، د رئیسانو ترمنځ د همغږي رامنځته کول او د کلني راپور د چمتو کولو په اړه لازمې پریکړي وشوې.
پای کې د وزارت تخنیکي ټیم او بیلابیلو رئيسانو په خپل وار سره د خپلو لاسته راوړنو او ورسپارل شویو مسؤولیتونو راپور وړاندې کړ او د سرپرست وزیر له لوري د وزارت ټولو ادارې مسؤولینو ته د چارو د ښه تنظیم په موخه لازمې لارښوونې وشوې.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر