د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست نوی رئیس معرفي شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۲ - ۹:۵۳
د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست نوی رئیس معرفي شو

د ټولګټو وزارت په وړاندیز او د ریاست الوزرا‌‌ء محترم مقام د۹/۱۰/ ۱۴۴۵نیټې، د ۴۶۲۸ مه ګڼه حکم پر بنسټ محترم حافظ انجنیر عبدالطیف صاحب زاده د ټولګټو وزارت د نظارت او ارزیابۍ ریاست د نوي رئیس په توګه په دویم بست کې وټاکل شو، چې نن د دغه وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو په شتون کې د یاد ریاست کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پیل و کړ.

دیادونې وړ ده؛ چې نومړی د ساختماني انجنیرۍ او مدیریت په برخه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې لري او له دې وړاندې یې په کورنیو چارو او مالیې وزارتونو کې د رئیس په توګه دنده تر سره کړې ده

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS