د ټولګټو وزارت سرپرست د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له مرستیال سره لیدنه وکړه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۷/۲۱ - ۹:۵۷

د ټولګټو وزارت سرپرست الحاج ملا عبدالمنان عمري د افغانستان د لویو لارو د ویجاړو شویو پلونو د بیارغونې او جوړولو په اړه د ترکیې ۷۷ ساختماني شرکت له مرستیال براق انسال سره لیدنه وکړه.
په دې ليدنه کي؛ دواړو خاوو د زابل ولایت د بسکي پل په اړه چې د کابل – کندهار پر لویه لار د ترکي ۷۷ ساختماني شرکت له خوا د نمونې په ډول تر کارلاندې دی بحث وشو او د ټولګټو وزارت سرپرست د یاد شرکت له همکارۍ څخه مننه وکړه. 
 همدا رازپه یاده لیدنه کې پرېکړه وشوه، چې د وزارت او ياد شوي شرکت ګډ ټيم به د کابل - کندهار او د سالنګ لويې لارې له ويجاړ شويو پلونو څخه ليدنه وکړي او د تخنیکي سروې د طی مراحل او قرارداد ورسته به د یو شمېر نور پلونو د ترمیم او  بیارغونې چارې هم  پیل شي. 

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

BACK TO NEWS