د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د غر ښويېدنې سیمې څخه لیدنه وکړه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۸:۴۲
د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د غر ښويېدنې سیمې څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن ورځ سهار د کابل – جلال آباد لویې لارې اړوند د کابل دروازې د ۳ کیلو مترۍ (ماهيپر) د غرښویدنې سیمې، بدیل مسیر او د استحکامي پلونو څخه له نږدي لیدنه وکړه.
دغه راز د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر اړوند تیمونو ته دنده ورکړه چې غټې ډبرې دي د ماتوونکو وسايطو په وسیله ماتې کړي او د سړک له سطحې څخه دي لري کړي، ترڅو ژر ترژه اصلي مسیر د وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرا نیستل شي.
 د یادونې وړ ده چې د غر ښویدنې له ورځې تر دا مهاله د وسایطو تګ راتګ له فرعي( بدیل ) مسیر څخه چې پخوا د ټولګټو وزارت له لوري رغول شوی وو په نورمال ډول جریان لري.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS