د ټولګټو وزارت لخوا د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل د دننه برخې او ۱۶ مې ګالرۍ د کانکریټ اچونې چارې بشپړې او یاده لویه لار د کوچنیو ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲ - ۱۱:۱۷
د ټولګټو وزارت لخوا د سالنګونو لویې لارې اړوند د تونل د دننه برخې او ۱۶ مې ګالرۍ د کانکریټ اچونې چارې بشپړې او یاده لویه لار د کوچنیو ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه

ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د اساسي ترمیم او بیا رغونې کار په دریوو برخو کې پیل کړی وه، چې پرون چهارشنبه د۱۴۴۵ هـ ش د جمادی الثاني۶مه، د یادې لویې لارې د تونل او ۱۶مې ګالرۍ چارې بشپړې او د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال الحاج ملا عبدالغني برادر اخند، د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عیسی ثاني، د معیوبینو او شهیدانو وزارت سرپرست وزیر، د برېښنا شرکت عمومي رئیس  د پروان ولایت محترم والي، د تجارت او پانګونې خونې رئیس محمد یونس مومند، د قراردادي شرکتونو مسئولینو او یو شمېر نورو امارتي چارواکو په شتون کې کټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد ثاني د يادې پروژې په اړه تخنيکي معلومات وړاندې کړل  او وه یې ویل؛ چې د تونل دننه برخې  څخه شاوخوا ۱۷۰۰۰ متره مکعبه کیندل شوي مواد بیرون ته ویستل شوي دي او  په دریوو طبقو کې یې کانکریټ اچول شوی، چې ټول ټال ۸۵.۵ سانتې متره ضخامت لري چې لومړۍ طبقه یې ( فلتر لیر) ۴۲ سانتې متره ضخامت لري په دغه طبقه کې ۲۵۰۰ متره پیپ چې ۱۵ سانتي متره قطر لري استعمال شوی، دویمه طبقه  CTB ( لینک کانکریټ) د ی چې ۱۵ سانتي متره ضخامت لري او دریمه طبقه یې سیخ لرونکی کانکریټ دی چې ۳۰ سانتي متره ضخامت لري چې ۳۶۵ ټنه ګول سیخ او ۳۶۰ ټنه سمنت د تونل په د ننه برخه کې استعمال شوي دي.
د ټولګټو وزارت سرپرست دغه راز زیاته کړه؛ چې په ۱۶ مې ګالري کې هم درې طبقې کانکریټ اچول شوی دي چې اوله طبقه ( فلتر لیر) ۴۲ سانتې متره ضخامت لري او په یاده طبقه کې ۱۹۸۲ متره پیپ استعمال شوی، او د دوو نو طبقو کاریې هم بشپړ شوی دي چې ۲۷۲ ټنه ګول سیخ او ۲۹۱۳ ټنه سمنټ پکې استعمال شوي دي او وزریر صاحب دا هم و ویل چې د سالنګونو لویې لارې دغه مهمه برخه په ښه کیفیت رغول شوې ده چې مالي لګښت به یې د ټولپلازا له محصول څخه ورکول کیږي، چې دا مهال د کوچنیو موټرو د تګ راتګ پرمخ پرانیستل شوه او بار وړونکو موټرو ته به په نږدې راتلونکي کې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

ورپسې د رياست الوزرا عالي مقام اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر اخند وویل چې د سالنګونو لویه لار د مرکز سره د شمالي ولایتونو پر نښلون سربیره افغانستان د منځنۍ آسیا هېوادونو سره نښلوي چې انشاالله د يوه نوي تونل د رغونې چارې به هم د مشخص پلان له مخې پيل شي او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د زېربناوو رغول د اقتصادي پاليسۍ یوه مهمه برخه ګرځولې ده.
په یادو مراسمو کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محترم محمد یونس مومند، د حکومت د رسنیو مرکز مشر محترم نعیم الحق حقاني او یو شمېر نورو چارواکو یاده لویه لار یوه مهمه او ترانزیټې لویه لار و بلله او زیاته یې کړه چې د دا ډول پروژو تطبیق هېواد د ځان بساینې پر لور نږدي کوي.

دسالنګونو لویې لارې د اساسي ترميم او بیارغونې په بشپړېدو سره به د هېواد شمال او منځنۍ آسیا هېوادونو ته د کرنیزو او تجارتي توکو په ډاډمن لېږد رالېږد کې د پام وړ آسانتیاوې را منځ ته شي او په دغه لاره د تلونکو مسافرانو ستونزې به د پخوا په پرتله هوارې شي.
د ټولګټو وزارت د هېواد دشته سړکونو ساتنې او څارنې ته ژمن دی او تل هڅه کوي چې د هېواد والو د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه لویې لارې اوسړ کونه ترمیم او ورغوي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS