د ټولګټو وزارت محترم وزیر د غزني، پکتیکا او پکتیا ولایتونو له یو شمېر ترکار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۲
د ټولګټو وزارت محترم وزیر د غزني، پکتیکا او پکتیا ولایتونو له یو شمېر ترکار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو او د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ټولګټو رئیسانو یې ملتیا کوله تیره پنج شنبه او جمعه ورځ د پروژو د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او د چارو د ارزونې په موخه غزني، پکتیکا او پکتیا ولایتونو ته سفر وکړ او په یادو ولایتونو کې یې د یو شمیر رغنیزو پروژو  له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر لومړی د غزني – پکتیا او غزني-  پکتیکا مسیرونو څخه چې غزنی له یادو دوو ولایتو سره نښلوي لیدنه وکړه. نوموړي دغه راز د غزني–شرنې د ۴۵ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم له روانو چارو څخه هم لیدنه وکړه.

همدارنګه د دې سفر په لړکې محترم وزیر صاحب د پکتیکا ولایت د ارګون - سروبي ۲۰ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه، چې په بېلا بېلو برخو کې یې د سړک د بدنې د چمتو کولو، کیندنې، هموارکارۍ، پلګوټو او استنادي دېوالونو د جوړولو چارې په مختلفو پرمختګونو سره جریان لري او په یاده پروژه کې له شاوخوا ۹۵ بېلابېل ډوله ماشینرۍ څخه استفاده کېږي.

نوموړي دغه راز د پکتیکا ولایت د ارګون–ګیان له ۳۲ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې یې د کیندنې او هموارکارۍ چارې روانې دي او ورپسې یې د یاد ولایت د شرنې–مټاخان د ۳۸.۷ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه، چې دا مهال یې د سړک د نورو طبقو د چارو په بشپړېدو سربېره د ۱۸ کیلومتره برخې د ویرنګ‌کورس او ۳۰۰ متره د سړک غاړې ویالو د جوړولو چارې هم ترسره شوې دي او پاتې نورې چارې یې په چټکۍ سره جریان لري.

د سفر په دوام د ټولګټو وزارت محترم وزیر پکتیا ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د ۳.۸ کیلومتره سړک له رغنیزو چارو څخه، چې د شرنې–مټاخان سړک په دوام د حیات‌خیلو له سیمې څخه پیلېږي او  د تعمیر تر بازاره پورې رسېږي هم لیدنه وکړه.

د یادې لیدنې په لړ کې د ټولکټو وزارت محترم وزیر د یادو پروژو تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت، با کیفیته موادو کارولو او د پروژو پر وخت بشپړولو په هکله لازمې لارښوونې وکړې.

د ټولګټو وزارت رهبري د هېواد د ترانسپورتي زیربناوو د پراختیا، د سړکونو د کیفیت د لوړولو او د خلکو لپاره د خوندي او اسانه تګ راتګ د زمینې د برابرولو په موخه د ټولو روانو پروژو له تطبیق څخه په دوامداره توګه څارنه او ارزونه ترسره کوي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۱۳:۵۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د غزني، پکتیکا او پکتیا ولایتونو له یو شمېر ترکار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د یاد وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو او د پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ټولګټو رئیسانو یې ملتیا کوله تیره پنج شنبه او جمعه ورځ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۱۲:۱۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د ایران هېواد د سړکونو او ښارجوړنې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت د سړکونو او ښار جوړونې وزارت د پلان جوړونې او سرچینو مدیریت مرستیال، محترم سید عبدالله ارجایي سره په خپل کاري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

BACK TO NEWS