د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز – زرمت ولسوالۍ سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۹ - ۱۶:۲
د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز – زرمت ولسوالۍ سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې

د پکتیا ولایت مرکز ګردیز – زرمت ولسوالۍ تر منځ د غزېدلي سړک د ترمیم او بیا رغونې چارې د اوبو او انرژۍ وزارت د سرپرست وزیر محترم الحاج ملا عبداللطیف منصور، د کورنیو چارو وزارت معین محترم مولوي محمد نبي عمري، د ټولګټو وزارت معین محترم مولوي عبدالکریم فاتح د پکتیا والي محترم حاجي دعوت صاحب، د یاد ولایت د ټولګټو رئيس او یو شمېر نورو مسولینو او قومي مخورو په شتون کې پیل شوې.
په یاده پرانست غونډه کې د مسؤولینو له لوري د ورته ټولګټو پروژو ژمنه وشوه او د سیمې خلکو ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
همدارنګه د یاد سړک د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د خلکو د تګ راتګ ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.

...

11 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS