د ژمي پر مهال د سالنګونو د لويې لارې د مسافرو لپاره سپارښتنې!

د سالنګونو لويه لار چې يوه له مهمو لويو لارو څخه ده، چې شمالي ولايتونه د مرکز (کابل) سره پر نښلون سربېره، افغانستان د ګاونډيو، منځنۍ او سویلي آسیا هېوادونو سره نښلوي او په سوداګرۍ او ترانزيت کې رغنده ونډه لري.
د يادې لويې لارې ارزښت ته په کتو سره، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې اساسي بيارغونه په دريو برخو کې پيل کړې ده، چې د روان کال پلان شوی کار بشپړ شوی دی.
د ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې د تیرې خبرتیا په دوام، اصلي مسیر د (۱۴۴۶هـ.ق. کال د جمادی الآخر په ۲۲مه، چې د ۱۴۰۳ ه.ش. کال د جدي له ۴مې نېټې سره سمون لري) د لویو، کوچنیو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پرمخ پرانیستل کیږي.
د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست د څه باندې ۲۵۰ تنو پرسونل، د يادې لويې لارې له پاره د ساتنې او څارنې ماشينري، د ژمي پر مهال د واورې پاکونې ځانګړې ماشينري او په بېړني حالت کې د بند پاتې مسافر لپاره د خونو په درلودو سره شپه او ورځ ۲۴ ساعته ګرانو هېوادوالو لپاره د خدماتو برابرولو ته چمتو دی او ياد رياست د ژمي پر مهال کې د يادې لويې لارې څخه د واورې پاکولو او د مسافرو پرمخ پرانيستلو ته پوره چمتووالی لري.
لکه څرنګه چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رياست بشپړ چمتووالی لري، خو د ژمي موسم د يادې لویې لارې لپاره ننګوونکی دی؛ د تيزې واورې اورښت، طوفانونه، د ليدلو ساحې کمښت او غر ښوييدنه پر ياده لويه لار د خطرونو او ننګونو لاملونه دي.
په همدې اړه د هيوادوالو د ځان او مال د خونديتوب په موخه؛ د خوندي ساتلو ټکي رعايتول د ټولو مسافرو لپاره اړين دي.
۱. مخکې له سفر څخه د هوا حالات چک کړي او د يادې لویې لارې له پرانيستلو څخه ډاډ ترلاسه کړي.
۲. ژمني توکي او وسايل لکه: د وسايطو لپاره ځنځير(چين)، ژمنۍ ګرمې جامې، بشپړ خوراکي توکي، ګرځنده ټیلیفونونه يې چارج ولري او د اړتیا پر مهال د خپلو ټيليفونونو لپاره چارج کوونکي وسایل هم له ځان سره ولري.
۳. ټرافيکي قوانين مراعات کړي؛ په زیان منونکو سميو کې له بې ځايه چټکتيا او له اړتيا پرته مخته کيدنې څخه په کلکه ډډه وکړي.
۴. د خبرداري نښو ته پام وکړي او منل شوې ترافیکي فاصلې په نظر کې ونيسي.
۵. د واورې اورښت او يا طوفان له امله د يادې لويې لارې د تړل کيدو پر مهال دې پر ياده لويه لار له تګ څخه په کلکه ډډه وکړي.
۶. د يادې لویې لارې د کار کوونکو لارښوونو ته دې په کلکه پاملرنه وکړي.
بېړني حالت ته د رسېدلو په محال د ګرانو هېوادوالو اخلاقي او ايماني دندې:
) ټول مسافر دنده لري چې بېړني حالت کې مرسته وکړي چې د اړتيا پر وخت مرسته کوونکو او د ساتنې او څارنې ټيمونو ته خبر ورکول،د کار نه د لوېدلې واسطه سره مرسته او د سرچينو (ټير،ځنځير (چيِن) رغنياتو، خوراکي موادو او داسې نورو سرچينو ورکړه) کې شاملېږي.
نوټ: د پورتنيو سپارښتنو څخه د سر غړونې پرمهال، له سرغړوونکو سره قانوني چلند کيږي.
د هر ډول ستونزې يا د خطر د ليدلو پر مهال کولی شئ چې د لاندې شمېرو سره په اړيکه کې شئ :
1. د شمالي سالنګ آمر : ۰۷۰۳۲۱۱۰۳۴
۲. د تونل او ګالريو آمر : ۰۷۰۴۵۵۷۸۴۹
۳. د سويلي سالنګ آمر : ۰۷۰۳۶۵۴۸۰۵
۴. د بېړني حلات ته عکسالعمل آمر: ۰۷۰۰۵۱۹۰۵۵
يادونه: محترمې رسنۍ کولی شي، چې د مصاحبې له پاره د ياد وزارت د وياند سره په اړيکه کې شي: ۰۷۰۷۰۱۷۵۰۰
دمرغومې ۳ مه، د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر