د کابل – ننګرهار سړک د لته‌بند مسیر د اساسي رغونې چارې پیل شوې دي او د ټولګټو وزارت محترم وزیر یې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۳:۲۹
د کابل – ننګرهار سړک د لته‌بند مسیر د اساسي رغونې چارې پیل شوې دي او د ټولګټو وزارت محترم وزیر یې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د کابل – ننګرهار سړک د لته بند مسیر د پاتې ۲۰ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور تر منځ په تخمیني ډول د څه باندې ۱.۴ میلیارده افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي، چې دا مهال پيل او په چټکۍ سره جریان لري.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د وزارت د یو تخنیکي ټیم په ملتیا، د یادې پروژې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه او تطبیق کوونکو ټیمونو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او پر ټاکلي وخت د پروژې د بشپړېدو په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

دغه سړک د لته بند مسیر پاتې برخه ده چې پخواني شاوخوا ۲۷ کیلومتره سړک په دوام د کابل ولایت تر سروبي ولسوالۍ پورې رسېږي او په اوږدو کې یې د یو شمېر پلګوټو او استنادي دېوالونو د رغونې کار هم شامل دی.

د یادې پروژې رغنیزې چارې څو ورځې وړاندې پیل شوې دي چې دا مهال پکې ۳۰ عرادې ماشینري فعالیت کوي او ۳۰ تنه تخنیکي او ۲۵ تنه غیرماهر کارکوونکي پکې په کار بوخت دي.

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د پروژې د کاري بهیر د ارزونې پر مهال د وزارت انجنیرانو او د قراردادي شرکت مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د کار د چټکتیا لپاره په ساحه کې د ماشینرۍ او د ماهرو او غیر ماهرو کارکوونکو کچه لوړه کړي او چارې د ټاکل شویو تخنیکي معیارونو او کیفیت له مخې پرمخ یوسي، ترڅو پروژه په ټاکلي وخت بشپړه او هېوادوالو ته لا زیاتې ترانسپورتي اسانتیاوې برابرې شي.

 دغه راز د قراردادي شرکت مسؤلانو ډاډ ورکړ، چې د دغې پروژې چارې به په غوره کیفیت، تخنیکي مشخصاتو او ټاکلي وخت پای ته ورسوي او په سیمه کې به هم په نږدې ورځو کې د ماشینرۍ شمېر زیات کړي.

د یادونې وړ ده چې دغه مسیر د کابل – جلال‌آباد لویې لارې د عمومي مسیر د بندېدو پر مهال، په ځانګړي ډول د بېړنیو حالاتو او طبیعي پېښو له امله د لارې د تړل کېدو په صورت کې، د هېوادوالو لپاره د بدیلې لارې په توګه کارول کېدای شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د لوګر ولایت له مرستیال والي سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل غزنوي، د لوګر ولایت له مرستیال والي، محترم مولوي انعام الله صلاح‌الدین، سره په خپل کاري دفتر کې. . .

BACK TO NEWS