د کندهار– سپین‌بولدک او سپین‌بولدک – وېش سړکونو د جوړولو پروژې د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

kalim_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۵:۳۳
د کندهار– سپین‌بولدک او سپین‌بولدک – وېش سړکونو د جوړولو پروژې د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په کندهار ولایت کې د کندهار– سپین‌بولدک سړک د دویم لاټ او د سپین‌بولدک–وېش سړک د جوړولو پروژې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې دا مهال یې چارې د بېلابېلو پرمختګونو سره جریان لري.

د کندهار–سپین‌بولدک سړک دویم لاټ ۳۹.۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې یې د ۲ پایو پلونو او ۶۷ پایو پلګوټو د جوړولو چارې هم شاملې دي او یاده پروژه ۹۸ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

همدارنګه، د سپین‌بولدک وېش سړک ۸ کیلومتره اوږدوالی او ۶۰ متره پلنوالی لري، چې پلې لارې، ویالې او د سړک د لینونو ترمنځ شنه ساحه هم پکې شامله ده.

د یادې پروژې په اوږدو کې د ۱۰ پایو پلکوټو او ۲۶۰ متره استنادي دیوالونو د اساسي رغولو چارې هم شاملې دي او دا مهال شاوخوا ۱۶ سلنه فزیکي پرمختګ لري.

د کندهار– سپین‌بولدک او سپین‌بولدک وېش سړکونه د کندهار ولایت له مهمو زیربنایي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد د کورني نښلون د پیاوړتیا ترڅنګ له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو توکو په لېږد او را لېږد کې مهم رول لري. د دغو پروژو له بشپړېدو سره به د خلکو د تګ‌راتګ  ستونزې ترډېره هوارې شي او د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو د لیږد رالیږد په برخه کې به د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۰:۵۷
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني هرات ولایت ته د خپل کاري سفر په دوام، د سبزک کوتل په سیمه کې د ارملک – لامان سړک له رغول شویو برخو څخه په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۲۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو جوړېدونکو تأسیساتو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د یاد وزارت د تخنیکي پلاوي په ملتیا، هرات ولایت ته د خپل کاري سفر پر مهال د تورغونډۍ بندر د اوسپنې پټلۍ تمځای له پراختیا او نویو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۳:۵۶
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې روانې دي

د ا.ا.ا. د ټولګټو وزارت له لوري په میدان وردګ ولایت کې د چک – دایمیرداد سړک رغنیزې چارې له دوو خصوصي شرکتونو سره د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې دا مهال. . .

BACK TO NEWS