د کوهستاناتو ولسوالۍ سړک ترميم او جغل کاري وسوه

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۱/۴/۱۱ - ۱۳:۵۷
د کوهستاناتو ولسوالۍ سړک ترميم او جغل کاري وسوه

د سرپل ولايت ټولگټو ریاست د کوهستاناتو ولسوالۍ ۴۰ کيلو متره سړک د سيمې اوسېدونکو په غوښتنې ترميم او جغل اچونه تر سره سوه.

دا سړک ۸۵ کيلو متره اوږدوالی لري، چې تخريب سوې برخې يې د ياد ولايت د ټولگټو ریاست لخوا ترميم او جغل کاري سوې

د دې سړک په جغل کاري او ترميم سره لسگونه کلي سره وصل او د يادو کليو ته ترانسپورتي سهولتونه برابر سول.

د يادونې وړ ده چې د تخريب شويو برخو ترميم د ټولگټو رياست لخوا روانه ده.

د ټولگټو وزارت رسنیز دفتر

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

BACK TO NEWS