ټولګټو وزارت د انرپ پروګرام له لارې ۱۷۵ پروژې تر کار لاندې لري.

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۵:۱۶
ټولګټو وزارت د انرپ پروګرام له لارې ۱۷۵ پروژې تر کار لاندې لري.

 

د کلیو د لار جوړونې ملي پروګرام یا NRAP چې وړاندې د ټولګتو وزارت او کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا په ګډه پر مخ وړل کېده اوس مهال یوازې ټولګټو وزارت ته سپارل شوی دی چې ۱۷۵ تر کار لاندې پروژې لري.

د دې پروګرام له لارې په کلیوالي سیمو کې د لارو، پلونو او پلګټو رغونه او بیا رغونه تر سره کیږي چې د هیواد په ډېرو ولایتونو کې ګڼې تر کار لاندې، تدارکاتي او د سروې او ډیزاین په پړاوونو کې پروژې لري.

دغه راز د یاد پروګرام اصلي موخه په کمه موده کې په ټیټ قیمت د باکیفیته پروژو پلی کول دي، چې د ۱۴۰۰ مالي کال د تصویب شوي بودیجې د سند پر بنسټ د انرپ پروګرام د ټرانسپورټ په سکټور کې راغلی او د یوه واحد بودیجوي کوډ څخه د ټولګټو وزارت په اډانه کې چارې پر مخ وړي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروګرام په کابل، پنجشیر، بدخشان، اروزګان، زابل، کندهار، هلمند، خوست، پکتیا، لغمان، ننگرهار، نورستان، بلخ، فاریاب،بغلان، تخار،هرات، پروان، کاپیسا، لوگر، میدان وردګ، بامیان، غور، کونړ او بادغیس ولایتونو کې ۲۳۷ بیلابیلې سفالټي، جغلي، او کانکریټي د سړکونو، پلونو، پلچکونو او استنادي دیوالونو پروژې لري.

وړاندې تر دې ټولګټو وزارت د سړکونو سیمه ییزې، ملي او ولایتي پروژې درلودې خو اوس مهال د انرپ پروګرام له لارې په کلیوالي سیمو کې هم ګڼې پروژې پر مخ وړي.

ټولګټو وزارت ــ کابل

د وري ۱۰ مه، ۱۴۰۰

No photo description available.

...

4 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS