ټولګټو وزارت سږکال د ژمي په موسم کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د څه باندې ۷۵۷۲ کیلومتره سړکونو څخه د واورې پاکولو پلان لري

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۷ - ۱۴:۲
ټولګټو وزارت د روان ۱۴۰۳هـ.ش کال د ژمي په موسم کې په ۳۰۲ زیان منونکو سیموکې د سالنګونو او ماهیپر په ګډون د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د څه باندې ۷۵۷۲ کیلومتره سړکونو څخه د واورې پاکولو پلان لري.  د ۷۵۷۲ سړک له جملې څخه څه باندې ۴۵۴۲ کیلومتره سړکونه د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو له خوا پاک کاري کیږي او په ( غزني، بامیان، غور، دایکندي، بدخشان، پکتیا، نورستان، پنجشېر، پکتیکا، تخار، سرپل، لوګر، میدان وردګ او فراه) ولایتونو کې ۲۷۲۰ کیلومتره سړکونه چې د ډېرې واورې او زیان منونکو سیمو درلودونکي دي د ټولګټو وزارت د

ټولګټو وزارت د روان ۱۴۰۳هـ.ش کال د ژمي په موسم کې په ۳۰۲ زیان منونکو سیموکې د سالنګونو او ماهیپر په ګډون د هیواد په ۲۸ ولایتونو کې د څه باندې ۷۵۷۲ کیلومتره سړکونو څخه د واورې پاکولو پلان لري.

د ۷۵۷۲ سړک له جملې څخه څه باندې ۴۵۴۲ کیلومتره سړکونه د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو له خوا پاک کاري کیږي او په ( غزني، بامیان، غور، دایکندي، بدخشان، پکتیا، نورستان، پنجشېر، پکتیکا، تخار، سرپل، لوګر، میدان وردګ او فراه) ولایتونو کې ۲۷۲۰ کیلومتره سړکونه چې د ډېرې واورې او زیان منونکو سیمو درلودونکي دي د ټولګټو وزارت د ولایتي ریاستونو د ماشینرۍ سربېره د خصوصي سکټور سره د یو منظم طرزالعمل له لارې قرارداد شوي دي، چې د سږ کال ژمي په جریان کې به له واورو څخه پاک کاري شي.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هیوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د ژمي په جریان کې د وزارت اړوندو مسیرونو څخه د واورې پاکولو پلان لري، یاد وزارت له درنو هېوادوالو او موټرچلوونکو څخه غوښتنه کوي، چې له واورینو او زیان منونکو لویو لارو څخه د تېرېدو پررمهال دې ګرم ژمني توکي او تجهیزات له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین مراعت، له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي او د اړوندو لویو لارو د موظفینو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS