ټولګټو وزیر د لوګر ځوانانو شورا له غړو سره وکتل

ناپیژنده (not verified)
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۱۱ - ۹:۲۰
ټولګټو وزیر د لوګر ځوانانو شورا له غړو سره وکتل

د ټولګټو وزارت وزیر انجنیر نجیب الله یمین د لوګر ځوانانو سره د لیدنې پر مهال د سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه د دوی وړاندیزونه او غوښتنې واوریدي

په پیل کې د یادې شورا مشر عبدالباقي رشید او غړو یې د ټولګټو وزارت د وزیر بنسټیزې کړنې، وروستي اصلاحات، کاري پرمختګونه او د هېواد جوړونې په برخه کې د نوموړي مخلصانه هڅې او خدمتونه د قدر وړ وبلل او ورته یې د لا زیاتو خدمتونو او پرمختګونو هیله وکړه

راغلیو ځوانانو د پل عالم ښار د کړییز سړک، د خروار، څرخ او ازرې ولسوالیو او زرغون ښار او ورته نورو سیمو د یو شمېر سړکونو د رغونې او بیارغونې په موخه د لوګر د ولسونو غوښتنې د ټولګټو له وزیر سره د حل په موخه شریکې کړې

د ټولګټو وزیر د ځوانانو له وړاندیزونو وروسته د دوی غوښتنې پرځای وبللې او ویې ویل: سړکونه ملي شتمني ده، د ساتنې او څارنې برخې ته یې باید هر افغان ځانګړي پاملرنه وکړي

د ټولګټو وزیر انجنیر نجیب الله یمین د ټولو سترو او ملي سړکونو رغونه خپل کاري لومړیتوب یاد کړ او هم یې د لوګر د ځوانانو شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې غوښتنو ته به یې ځانګړي پاملرنه وشي او په نژدې راتلونکي کې به یې د کاري چارو په موخه کوټلي ګامونه هم واخیستل شي

...

8 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۲۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۲۰
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د ثور له ۴مې نېټې څخه  تر ۱۰مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې  ۲۲۹۵۳۶ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۵۸۱۳۳ټنه، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۴:۵
Background image

د دشت‌ارچي – کندز د ۱۹.۶ کیلومتره سړک د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري

د دشت ‌ارچي – کندز مسیر د پاتې برخو د قیر اچونې چارې جریان لري، د سړک دغه پروژه ۱۹.۶ کیلومتره اوږدوالی او ۷ متره پلنوالی لري، چې د ټولګټو وزارت لخوا یې د اساسې رغونې چارې د څه باندې  ۴۹. . .

BACK TO NEWS