پنجشیر: د بازارک – ګلبهار سړک د داغګیري او ترمیم چارې روانې دي

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۵/۲۳ - ۱۴:۴۴
پنجشیر: د بازارک – ګلبهار سړک د داغګیري او ترمیم چارې روانې دي

د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست له لوري د دې ولایت له مرکز بازارک څخه تر ګلبهار سیمې پورې د سړک د ټپي شویو ځایونو د ترمیم چارې روانې دي.

دا سړک چې ۴۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د پنجشیر ولایت د ټولګټو ریاست د شته ماشینرۍ او پرسونل له لارې یې چارې رواني دي چې د سړک تخریب شوي او ټپي برخې له سره ورغوي.

د یادوني وړ ده، چې ټولګټو وزارت د ساتنې او څارنې برخه تل فعاله ساتلي او د هیواد له ټولو جوړ شويو سړکونو څخه له پلان سره سم ساته او څارنه کوي تر څو سړکونو ته چې په لوړ لګښت سره جوړ شوي د لیږ زیان له کبله ډير تخریب نشي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS