په بامیان ولایت کې د دریو پروژو چارې د شاوخوا ۴۲.۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ځايي خلکو د هوساينې او د ټرانسپورڼي ستونزو د حل په موخه په بامیان ولایت کې د دریو پروژو چارې دیاد ولایت والي محترم مولوي عبد الله سرحدی، دیاد ولایت د تولګټو رئیس محترم انجینیر حفیظ الله رحمتي، سیمه ییزو مسؤلینو او د سیمې د ځینو مخورو په شتون کې نن رسماً پیل شوې.
د تولګټو وزارت په بامیان ولایت کې د بامیان –غور لویې لارې د جغل اچونې، د سړک د فرش، استنادي دیوالونو او پلګوټو د ترمیم چارې د یکاولنګ ولسوالي د سیاه درې له شهر نو سیمې څخه تر پنجاب ولسوالۍ پورې د ۱۸.۵ کیلو مترو په اوږدوالی سره د ۷.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د بامیان – سرپل سړک د جغل اچونې، د سړک د فرش، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم چارې د یکاولنګ ولسوالۍ له زارین سیمې څخه د یکاولنګ نمبر۲ ولسوالۍ د بازار تر پایه پورې د ۶۱ کیلومترو په اوږدوالي سره د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت او دغه راز د یاد ولایت شش پل، قرغنه او فیروز بهار سیمو کې د دریو پایو تلو د اصلي سړک سره نښلونکي سړک د کانکریټ اچونې چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې دي، چې چارې يې رسماً پيل شوې.
د بامیان ولایت والي د یادې پروژو د پیل په تړاو خوښي څرنګده کړه او د دغه شان بنسټیزو پروژو پلي کېدل یې د اقتصادي ودې، ترانسپورټي آسانتیا او عامه خدمتونو ته د خلکو لاسرسي لپاره مهم او اساسي وبلل او د دغه پروژو په لوړ کیفیت سره پلي کېدلو او په جدي څارنه یې ټینګار وکړ.
دغه راز د بامیان ولایت د تولګټو رئیس محترم انجینیر حفیظ الله رحمتي د پروژو په اړه تخنیکي معلومات وړاندې کړل او څرنګنده یې کړه چې دا پروژې به د انجینرۍ معیارونو او د قراردادونو تخنیکي مشخصاتو سره سمې پلي شي.
نوموړي له تطبیق کوونکو شرکتونو څخه وغوښتل تر څو کارونه د قرارداد د شرایطو سره سم، په لوړ کیفیت او ټاکلي وخت سره پای ته ورسوي.
د دغو پروژو دکار په جریان کې د سیمې یوشمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده، د یادو پروژو د چارو په بشپړیدو سره به د خلکوترانسپورتي ستونزې حل او د کرنیزو او سوداګریزو توکو په خوندي انتقال کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځ ته شي.