په عقرب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دعقرب مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۵۹۶۷۹۷ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې ۴۲۶۴۵۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۳۸۹۶۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۷۷۲۴۲ ټنه او د خواف –هرات ۵۴۱۴۰ له لارې ټنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۵۹۶۷۹۷ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په عقرب مياشت کې ۱۵۱۲ ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه ،د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
