په میدان وردګو کې د ١٨ کیلومتر سړک د ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۷ - ۱۴:۱۸
په میدان وردګو کې د ١٨ کیلومتر سړک د ترمیم کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ټولګټو وزارت لخوا د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د ١٨ کیلومتر سړک د ترمیم او جغل اچونې پروژې کار بشپړ شو. 


دا سړک، د عبدالمحي الدین کلا څخه پیل د جغتو ولسوالۍ تر مرکز پورې غځېدلی، د ترمیم او جغل اچونې کار یې د میدان وردګو ولایت د ټولګټو ریاست لخوا د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت بشپړ او تېره ورځ د سیمه اییز مسؤولینو  له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. 

د یاد سړک د ترمیم او جغل اجونې پرمهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې وه او دا مهال به یې د کار له بشپړېدو سره د سړک اړوند کلیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هواري شي. 

...

6 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS