په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۶
په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور:

 ټولګټو وزارت د هېواد له مهمو سکټوري وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورتي زیربناوو، ساتنې او څارنې او همدارنګه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د جوړولو مسؤلیت پر غاړه لري.

دغه وزارت د هېواد د اقتصادي ودې، سیمه‌ییز اتصال، سوداګریزو اسانتیاوو او د خلکو د هوساینې لپاره په دوامداره توګه هڅه کوي، ترڅو افغانستان د معیاري ترانسپورتي شبکې خاوند شي.

د ټولګټو وزارت مهم فعالیتونه او لاسته راوړنې:

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې، د ټولګټو وزارت له لوري په ټول هېواد کې ټولټال  ۲۶۲ پروژې تر کار لاندې وې چې له دې ډلې ۱۵۲ پروژې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترافیکي علایمو د نصب او خوندیتوباو جوماتونو په برخه کې وې او ۱۱۰ پروژې د ترانسپورتي زېربناوو د ساتنې او څارنې په برخه کې وې.

د یادو پروژو له ډلې، د ۹۱ پروژو چارې بشپړې شوې او د پاتې ۱۷۱ نورو پروژو چارې دا مهال په چټکۍ سره روانې دي.

د سړکونو، پلونو او پلګوټو سروې او ډیزاین:

د ټولګټو وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د ۹۳۲ کیلومتره سړکونو د لومړنیو مطالعاتو او امکان‌ سنجۍ سروې چارې، د ۷۷۷ کیلومتره سړکونو د توپوګرافیکي سروې چارې او د ۳۵۰ کیلومتره سړکونو د هندسي ډیزاین چارې بشپړې شوې دي. همدارنګه، د ۴۴۵ کیلومتره نورو سړکونو د هندسي ډیزاین چارې لا هم تر کار لاندې دي.

دغه راز د ۱۵پایو پلونو د ډیزاین چارې چې ټولیز اوږدوالی یې ۲۸۷ متره دی، او همدارنګه د ۱۲۳۰ پایو پلګوټو  ډیزاین هم بشپړ شوی دی.

د اوسپنې پټلۍ سروې او ډیزاین:

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د تورغونډۍ – هرات د ۱۱۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې، همدارنګه د هرات – کندهار د ۷۶۳ کیلومتره اوسپنې پټلۍ د امکان‌سنجۍ مطالعات، سروې او تفصیلي ډیزاین، او د کندهار – سپین بولدک د ۹۶ کیلومتره اوسپنیزې کرښې سروې او تفصیلي ډیزاین چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوې دي.

همدارنګه د کابل – کندهار د ۵۱۰ کیلومتره اوسپنې پټلۍ ابتدایي سروې ترسره شوې ده او د تفصیلي سروې او ډیزاین چارې یې هم  قرارداد شوې دي. د اندخوی – شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنې پټلۍ تخنیکي سروې هم بشپړه شوې ده او د پلونو جیوتخنیکي کارونه او ډیزاین یې لا هم جریان لري.

پراختیایي پروژې

په ۱۴۴۷ کال کې د سړکونو، پلونو جوماتونو، اوسپنې پټلۍ او تعمیراتو د جوړولو په برخه کې ، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ټولټال ۱۵۲ پراختیایي پروژې تر کار لاندې وې، چې له دې ډلې ۹۱ د سړکونو، ۱۴ د پلونو، ۱۳ د جوماتونو، ۱۳ د اوسپنې پټلۍ، ۱۵ د ترافیکي علایمو او ۶ د تعمیراتو په برخه کې وې.

له دغو پروژو څخه د ټولټال ۳۹ پروژو رغنیزې چارې بشپړې شوې دي، او د پاتې پروژو چارې لا هم د پلان له مخې په بېلابېلو پړاوونو کې روانې دي.

اوس مهال د ټولګټو وزارت له لوري د هېواد په بېلابېلو برخو کې دسړکونو او د لویو لارو ۷۴ انکشافي پروژې روانې دي. په دغو پروژو کې د سالنګونو لویه لاره، د کابل–غزني دویم لین ۱۱۱ کیلومتره سړک، د کابل–جلال‌آباد دویم لین ۵۴ کیلومتره سړک، د قیصار–لامان ۷۵ کیلومتره حلقوي سړک، د قوشتیپې–درزاب ۵۱ کیلومتره سړک او د کونړ–نورستان ۱۰۶ اعشاریه ۵ کیلومتره سړک د بیلګې په توګه یادولی شو.

د اوسپنې پټلۍ پروژې.:

اوس مهال افغانستان ۳۹۶ کیلومتره فعاله اوسپنې پټلۍ لري، چې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات مسیرونه پکې شامل دي.

دغه مسیرونه افغانستان له ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره نښلوي او په غیر مستقیم ډول تر چین، روسیې، قزاقستان او ترکیې پورې د سوداګریزو انتقالاتو زمینه برابروي.

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د دوهم فاز د ۴۷.۳ کیلومتره برخې چارې دڅه باندې ۵۴.۴ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت او همدارنګه د آقینې – اندخوی د دوهم فاز د ۱۰ کیلومتره برخې چارې د څه باندې ۱۲ میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت پیل شوې دي او دا مهال یې چارې په بېلابېلو پرمختګونو سره روانې دي.

په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ بندرونو او د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې ټولټال ۷۶۰۲۴۱۹ متریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

 دا په داسې حال کې چې په ۱۴۴۶ هـ.ق کال کې د همدې څلورو بندرونو له لارې ۴۲۷۲۰۷۱ متریک ټنه انتقالات ترسره شوي وو، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال انتقالات د ۱۴۴۶ هـ.ق کال په پرتله ۷۷.۹ سلنه زیاتوالی ښيي.

دا زیاتوالی د هېواد په اقتصادي ودې، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال کې مهم پرمختګ ګڼل کېږي.

د سړکونو د ساتنې او څارنې پروژې:

په همدې موخه، ټولګټو وزارت په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د سړکونو، پلونو او پلچکونو د ترمیم، پاک ‌کارۍ، ساتنې او څارنې په برخه کې ټولټال ۱۱۰ لویې او کوچنۍ پروژې تر کار لاندې لرلې. له دې ډلې د ۵۲ پروژو چارې بشپړې شوې دي، چې په کې د څه باندې ۱۳۵۹ کیلومتره سړکونو او څه باندې ۱۷۴۱ متره پلونو ترمیم او بیارغونه شامله ده، او پاتې نورې پروژې لا هم تر کار لاندې دي.

همدارنګه، د ټولګټو وزارت ولایتي ریاستونه په دوامداره توګه د سړکونو، لویو لارو او پلونو د ساتنې اوڅارنې چارې ترسره کوي.

د ترافیکي نښو او ګاردریلونو د نصبولو پروژې:

 په ۱۴۴۷ کال کې د سړکونو د خوندیتوب په برخه کې ۱۵ پروژې د ۴۹۴ اعشاریه ۵ کیلومتره په اوږدوالي تر کار لاندې وې.

په دغو پروژو کې د ګارد ریلونو نصب، د سړکونو کرښه اچونه او د ترافیکي نښو او علایمو لګول شامل وو.

له دې ډلې ۱۱ پروژې بشپړې شوې او پاتې نورې روانې دي.

د دغو پروژو موخه د ترافیکي پېښو کمول، د خلکو د سر او مال خوندیتوب او د ترانسپورتي سیستم معیاري کول دي.

د جوماتونو جوړولو پروژې:

د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم پر بنسټ، ټولګټو وزارت د کابل–هرات لویې لارې په اږدو کې د ۱۴ محرابه جوماتونو د جوړولو قراردادونه له بېلابېلو ساختماني شرکتونو سره د ۴۵۱۷۳۹۴۶۹ افغانیو په ارزښت لاسلیک کړې دي، چې له دې جملې څخه ۶ محرابه جوماتونه د کابل–کندهار په مسیر او ۸ محرابه نور د کندهار–هرات په مسیر کې موقعیت لري.

 له دغو جوماتونو څخه په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ۱۳محرابه جوماتونو چارې روانې وې چې ۱ محراب مسجد د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې، ۱ محراب مسجد د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې او ۱ محراب مسجد د غزني ولایت په آب‌بند ولسوالۍ کې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي، او همدارنګه د ۱۰ محرابه نورو مسجدونو د جوړولو چارې لا هم په چټکۍ سره جریان لري.

د دغو مسجدونو په جوړېدو سره، مسافرین او موټر چلوونکي کولای شي د سفر پر مهال خپل لمونځونه او د الله ﷻ عبادت په پاکو او مناسب ځایونو کې ادا کړي.

د یادونې وړ ده چې په ۱۴۴۷ هـ.ق کال کې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د (۳۷۵/۲۷۰۷) ګڼې  ۲۵/۹/۱۴۴۶ هـ.ق  نیټې حکم له مخې د هېواد په نورو لویو لارو او مسیرونو کې د جوماتونو د جوړولو لپاره ۶ جریب ځمکه ځانګړې شوې ده، او اوس د دغو ځمکو د انتقال پروسه د اراضي عمومي ادارې له خوا جریان لري.

تلې (ترازوګان):

د باروړونکو وسایطو د کنټرول لپاره په ټول هېواد کې ۷۱ فعالې تلې موجودې دي.

په تېر کال کې ۳۷ تلې له مدیریتي سیسټم سره وصل شوې او په ۱۷ فعالو تلو کې نظارتي کامرې هم نصب شوې دي.

دا سیستم د سړکونو د تخریب مخنیوي، د اضافي بار کنټرول او د شفافیت د زیاتوالي لپاره مهم رول لري.

ټولپلازاوې:

د لویو لارو د پراختیا لپاره ټولپلازاوې هم فعالې شوې دي.

د ټولګټو وزارت له لوري د هېواد د لویو لارو د اساسي رغونې او بیا رغونې په موخه په سالنګونو، کابل – جلال آباد، کابل – کندهار او کندهار –هرات لویو لارو په مسیرونو کې ټولپلازاوې فعالې شوې دي. د دغو ټولپلازاوو عواید د ټولګټو وزارت لخوا را ټولیږي او د مالیې وزارت ته له سپارلو وروسته په یو مشخص بانکي اکونټ کې جمع کېږي.

د دغو عوایدو له لارې د سړکونو او پلونو د رغونې او ساتنې مالي لګښتونه تمویلېږي.

د شفافیت د لا زیاتوالي لپاره په ټولپلازاوو او فعالو ترازوګانو کې پرمختللې نظارتي کامرې هم نصب شوې دي.

له بهرنیو استازو سره لیدنې:

په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت رهبرۍ د سیمې له یو شمېر هېوادونو، سفیرانو او استازو سره د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د پراختیا په اړه مهمې ناستې ترسره کړې دي.

په دغو ناستو کې د ګډو همکاریو، پانګونې او سیمه‌ییز اتصال پر پراختیا ټینګار شوی دی.

همدارنګه، د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ د امکان سنجۍ تفاهم‌لیک د پاکستان او ازبکستان هېوادونو سره او د تورغونډۍ ـ هرات پټلۍ تفاهم‌لیک د قزاقستان هېواد سره لاسلیک شوی دی.

کاري فرصتونه:

د ټولګټو وزارت د پراختیایي پروژو له لارې زرګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

په تېر کال کې د ټولګټو وزارت تر چتر لاندې په بېلابېلو انکشافي او ساختماني پروژو کې ۲۰۵۹۶ تنو انجینرانو، ماهرو او غیرماهرو کارګرو ته په مستقیم ډول او ۱۱۲۰۰۰ تنو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې ده.

د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال په تشکیل کې ټولټال ۳۷۴۵ تنه رسمي، قراردادي او بالمقطع کارکوونکي لرل.

 په همدې کال کې د وزارت په بېلابېلو برخو کې ۸۶۹ تنه نوي کسان په دندو ګومارل شوي دي.  له دې جملې څخه ۴۴۲ تنه د خالي بستونو لپاره په رسمي ډول او ۴۲۷ تنه د قراردادي او بالمقطع کارکوونکو په توګه مقرر شوي دي.

له دې ډلې څخه ۱۴ تنه قراردادي کارکوونکي (NTA) د آزادې سیالۍ له لارې ګومارل شوي دي، چې ۵ تنه تخنیکي انجینران او ۹ تنه ( د وسایطو، ماشینرۍ، باروړنکو وسایطو او سړک جوړونې وسایطو ) د مستریانو په توګه مقرر شوي دي.

همدارنګه، ۴۹ تنه د بالمقطع کارکوونکو په توګه، ۵ تنه د جوماتونو په برخه کې د قراردادي کارکوونکو په توګه، او ۳۵۹ تنه د ټول‌پلازاوو  په برخه کې په دندو بوخت دي.

همدارنګه، په دغو پروژو کې له شاوخوا ۷۱۸۴ عرادو ماشینریو څخه استفاده شوې ده.

ټولګټو وزارت ژمن دی چې د هېواد د زیربنايي ودې، اقتصادي پیاوړتیا، سیمه‌ییز اتصال او د خلکو د هوساینې لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

 

 

Documents

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د فعالیتونو، لاسته راوړنو او مهمو پرمختیایي پروژو راپور

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۱۵:۲۶
Background image

په ۱۴۴۷هـ. ق کال کې د ټولګټو وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو بشپړ راپور

 ټولګټو وزارت د هېواد له مهمو سکټوري وزارتونو څخه ګڼل کېږي، چې د سړکونو، پلونو، پلګوټو، اوسپنې پټلۍ، ترانسپورتي زیربناوو، ساتنې او څارنې او همدارنګه د لویو لارو په اوږدو کې د جوماتونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۶ - ۸:۳۹
Background image

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د دایکندي، غزني، کندز او میدان وردګ ولایتونو له یو شمېر مسئولینو او قومي مخورو سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج مولوي محمداسماعیل غزنوي، د دایکندي ولایت د والي محترم مولوي تورجان احمدي، د غزني ولایت د علماوو شورا رئیس، د کندز ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۱۴:۵۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د تخار ولایت د خواجه غار -دشت قلعې ۱۷ کیلومتره سړک د قیر اچونې چارې پیل او دا مهال جریان لري

د تخار ولایت د خواجه غار – دشت قلعې  ولسوالۍ د ۱۷ کیلومتره سړک د جوړولو  پروژه د څه باندې ۶۵۸ میلیونه او ۵۹۴ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ قرارداد شوې. . .

BACK TO NEWS