کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري او د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د یاد سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه 

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۷:۳۳
کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري او د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر د یاد سړک له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه 

 د کابل – جلال اباد لویه لاره د افغانستان له لویو، اقتصادي او مهمو لویو لارو څخه ده، چې د مرکز کابل له بتخاک څلورلارې څخه پیل، د خاک جبار ولسوالۍ، تیزین درې، جکدلک، حصارک، شیرزاد، خوګیاڼو او سرخ رود ولسوالیو څخه په تېرېدو د ننګرهار ولایت له دوه سرکې سره نښلول کیږي. 

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د هيواد د اقتصادي او بيارغونې د پلان سره سم د یادې لویې لارې اقتصادي او ټرانزیټي اهميت ته په کتو او د درنو هيوادوالو د ټرانسپورتي ستونزو د حل او د کابل – جلال آباد لويې لارې د اوسني سړک د ټرافيکي ګڼې ګوڼې د مخنيوي په موخه د يادې لويې لارې د دويم لين سړک د اساسي رغونې کار پيل کړی دی.  

د کابل – جلال آباد دویم لین سړک، چې شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري او له ډلې یې د ۶۵ کیلومتره سړک د ننګرهار او کابل ولایتونو له لورې له وړاندې په کانکریټي ډول رغول شوی و او  پاتې ۸۳ کیلومتره یې په دریو بېلابېلو برخو تقسیم شوی، چې لومړۍ برخه يې ۲۲ کيلومتره اوږدوالی لري او رغنیزې چارې یې پنځه میاشتې وړاندې د ننګرهار ولایت له لوري د شاهي خېل مقدس او کمپونډ بلدزرانترنشنل ودانیزو او سړک جوړونې شرکتونو سره قراداد شوې دي او دامهال یې رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري، چې د ۷ کیلومتره په اوږدوالي سره یې کندن کارۍ او سب بیس طبقې چارې بشپړې شوې دي او د یاد سړک د لومړي لاټ په بېلابېلو برخو کې شاوخوا ۷۰ عرادې ماشینري کار کوي.

همدارنګه د کابل ولايت له لوري یې د پخواني کانکریټي سړک په دوام د ۳۳ کيلومتره سړک رغنیزې چارې د يونيورسل ساختماني او سړک جوړونې شرکت له لوري یې دا مهال د ۱۰ عرادې څخه د زياتې ماشينرۍ پر مټ د رغونې کار په چټکۍ سره جريان لري.

د کابل – جلال آباد لویه لار یوه غرنۍ لویه لاره ده، چې د نورو هوارو لويو لارو او سړکونو په پرتله د غرونو په لوړو او ژورو کې تیریږي، په همدې اساس د غونډیو کټینګ او د ژورو ځایونو ډکول او هوارول ډېر وخت او په ټوله کې د ياد سړک د رغونې چارې کافي وخت ته اړتیا لري.

ټولګټو وزارت د کابل – جلال آباد پر لویه لار ټولپلازا فعاله کړې ده، چې له پیله تردې مهاله یې عواید د يو هيئت په شتون کې مالیې وزارت ته سپارل کیږي او په يو مشخص بانکي اکونټ کې راټولیږي او درنو هیوادوالو ته ډاډ ورکول کیږي، چې د دوی یوه افغانۍ به هم بې ځایه نه مصرف کیږي او له یادو عوایدو څخه د دغه سړک د رغنیزو چارو لګښتونه او د قراردادي شرکتونو انوایسونه په شفاف ډول تمویل کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهير څخه له نږدې ليدنه وکړه او د یاد سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکتونو مسئولینو ته یې د کار د چټکتیا، غوره کیفیت او درنو هیوادواولو ته د آسانتیاوو برابرولو په هکله لازمې لاښوونې وکړې.

...

11 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS