خواجه غار – دشت کلا ولسوالۍ سړک چارې ګړندۍ روانې دي

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۲۶ - ۱۴:۱۰
خواجه غار – دشت کلا ولسوالۍ سړک چارې ګړندۍ روانې دي

دا سړک په تخار ولایت کې د خواجه غار ولسوالۍ څخه تر دشت کلا ولسوالۍ پورې غځیږي چې ۱۷ کیلو متره اوږدوالی او ۱۱ متره پلنوالی لري.

یاده پروژه د ماورای کوکچه سړک لومړۍ برخه ده چې تر دې مهاله یې رغنیزې چارې له ۲۵ سلنه پرمختګ سره ګړندۍ روانې دي.

د ماورای کوکچه سړک په شپږو پروژو وېشل شوی چې له ډلې څخه یې پر څلورو هاغو کار روان دی او دا سړک به تخار ولایت د آی خانم بندر له لارې له تاجکستان سره ونښلوي.

د ماورای کوکچه سړک نورې برخې په خواجه غار، دشت کلا، خواجه بهاوالدین، ینګي کلا او چاه آب ولسوالیو کې موقعیت لري چې په جوړېدو سره به یې د سیمې د خلکو ګڼې ستونزې هوارې او یوه بله ټرانزیټی لار به فعاله شي.

...

3 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۳:۵۷
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې بشپړې شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کابل–کندهار لویې لارې اړوند، د کابل–غزني د دویم لین سړک په اوږدو کې د کمپنۍ د دویم پله رغنیزې چارې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بشپړې شوې او د ټولګټو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

د سالنګونو لویې لارې د سږ کال پلان شویو برخو د بیارغونې کار بشپړ شو

د سالنګونو لویه لار د افغانستان له مهمو او بنسټیزو ترانزیتي لویو لارو څخه شمېرل کېږي، چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي. دغه ستره ترانزیتي لاره د حیرتان، شیرخان او آقینې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۱:۵۱
Background image

په قوس میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د قوس مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۸۴۱۰۲) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۸۹۶۴۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۰۷۵۲. . .

BACK TO NEWS