سمنګان: د دره صوف – شباشک کان سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۲:۸
سمنګان: د دره صوف – شباشک کان سړک رغنیزې چارې په چټکۍ سره روانې دي

د دره صوف – شباشک کان سړک ۳۷.۱۹۴ کیلومتره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې د سمنګان ولایت له دره صوف بالا ولسوالۍ څخه پیل تر شباشک کان پورې غځیږي.

د دې سړک په اوږدو کې، دوې پایې ۸۰ متري پلونه، ۱۱۲ پُلګوټي او د ۶۴۰۰ مترو په اوږدوالی سره ۵۶ اوبتېرونه ( واشونه) هم شامل دي چې دا مهال یې د رغونې چارې ګړندۍ روانې دي.

یاده پروژه د ټولګټو وزارت او یوه خصوصي ودانیز شرکت ترمنځ تړون شوي چې مالي لګښت یې د هیواد له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د سړک دغې پروژې نه یواځې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ کاري فرصتونه رامنځته کړي، بلکې د چارو له بشپړېدو سره به یې د دره صوف ولسوالۍ د ډبرو د سکرو په لېږد کې هم ډېره مرسته وکړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS