د پکتیا – خوست لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه

ashraf_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۷ - ۱۵:۴۸
د پکتیا – خوست لویه لاره د ټرافیکو پرمخ پرانیستل شوه

د هېواد په جنوب ختیځ ولایت پکتیا کې د سختو سیلابونو راوتلو او غر ښویېدنې له کبله د پکتیا – خوست لویه لار د پکتیا ولایت اړوند په سټو کنډو سیمه کې بنده شوې وه چې بېرته پرانسل شوه.

د پکتیا ولایت د ټولګټو ریاست کارکوونکو په بېړنۍ توګه له خپلې ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې، یاده لویه لار په بشپړ ډول د سیلابونو له پاتې شونو څخه پاکه او د ټرافیکو پرمخ پرانیستله.

د سړک ورانې شوې برخې به هم د یوه پلان له مخې په لنډو وخت کې بېرته جوړې او د سېلابونو له تخریب څخه د مخنیوي په پار به بنسټز کار ورباندې وشي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS