سړکونه ملي شتمني ده، ساتنه او څارنه یې د هر افغان ملي وجیبه ده

د ټولګټو وزارت رهبري د ننګرهار د شینوارو او مارکوه بازار ترمنځ د نوي جوړ شوې پُلچک د جوړېدا له امله د سیمې د اوسېدونکو هېوادنۍ مینه او ملي احساس ستایي.
دغه پُل چې د شینوارو او مارکو بازار ترمنځ د سیمې د اوسېدونکو له لوري جوړ شوی، د ګڼو کورنیو لپاره یې د تګ ــ راتګ لاری آسانې کړي.
ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د هېواد په لریو پرتو سیمو کې د خلکو لخوا جوړ شوي پلونه او پلچکونه د ټرانسپورټي آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه په اساسي ډول ورغوي.
په ورته مهال د ټولګټو وزارت رهبري د هېواد له ټولو وګړو څخه هیله لري، چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د سړکونو، پلونو او پُلچکونو د خوندیتوب په برخه کې د هېواد له آبادۍ سره مرسته وکړي.