د افغانستان اسلامي امارت لخوا د سالنګ لویې لارې د ترمیم چارې د څه باندې ٥٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

ashraf_admin
شنبه ۱۴۰۰/۷/۳ - ۲۲:۴۳
د افغانستان اسلامي امارت لخوا د سالنګ لویې لارې د ترمیم چارې د څه باندې ٥٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د سالنګ د ٣٠ کیلومتره لویې لارې د ترمیم چارې د ټولګټو وزارت د مالي او ادارې مرستیال، بخت الرحمن شرافت د رسمي سفر په ترڅ کې چې  تخنیکي ټیم او د پروان ولایت د والي مرستیال یې هم ملتیا کوله پیل شوې.

د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې، د ټولګټو وزارت مالي او ادارې مرستیال، بخت الرحمن شرافت وویل: د ټولګټو وزارت رهبري د کار په لومړیو ورځو کې له تخنیکي ټیمونو سره له مشورو او هر اړخیزو څیړنو ورسته اسیب مننوکیې برخې تشخیص او د ترمیم پریکړه یې وکړه؛ تر څو دا مهم اقتصادي دهلیز په بیړني ډول ترمیم کړي او په راتلونکې ژمي موسم کې د خلکو د تګ راتګ پر مهال پر یاده لویه لار را ولاړې شوي ترانسپورتي ستونزې هواري کړي.

د ټولګټو وزارت مالي او ادارې مرستیال همدا راز زیاته کړه:  چې د سالنګ لویه لار به په دوو بیلابیلو برخو کې ترمیم شي؛ لومړۍ برخه یې په سویلي سالنګ کې د ١٥ کیلومترو په اوږدوالي سره د ٢٦،٧٠٠،٠٠٠ افغانیو په ارزښت، له میر ودان خصوصي ودانیز شرکت سره لاسلیک شوي او دویمه برخه یې په شمالي سالنګ کې د ١٥ کیلومترو په اوږدوالي له نوي سپین غر لمتید شرکت سره د ٢٦،٧٠٠،٠٠٠ افغانیو په ارزښت لاسلیک شوي او ټاکل شوي تر راتلونکې یوې میاشتي پورې یې کار بشپړ شي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د سالنګ د تونل دننه ترمیم په تخنیکي پړاو کې دی او ډیر ژر به یې عملي کار پیل شي او د یادې لویې لارې  ١٢ کیلومتره سړک چې له اولنګ سیمې څخه تر جبل السراج پورې غځیږي د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست لخوا یې د ترمیم چارې پرمخ وړل کیږي.

ورپسې د پروان ولایت د والي مرستیال، قومي مخورو او د تخنیکي ټیم غړیو په نوبت سره خبرې وکړې او د دې پروژې له تطبیق څخه یې خوښي څرګنده کړه او د پروژې په تطبیق کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.

 د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت رهبري هڅه کوي تر څو د خلکو ترانسپورتي ستونزې هواري کړي، نوي پراختیایې پروژې پلي او د نیم کاره پروژو رغنیز کار بشپړ کړي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۲۵
Background image

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره د ټولګټو وزارت له لوري جریان لري

په سمنګان ولایت کې د ملا علي پل رغنیزې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۱۸ میلیونه او ۶۱ زره افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي چې دامهال د ۷۶ سلنه فزیکي پرمختګ سره په منظم ډول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۸:۴۴
Background image

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار د یو پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې پیل شوې

د کابل–جلال‌آباد پر لویه لار، د ننګرهار ولایت د نظرآباد په سیمه کې  د یوه پایه ۲۸ متره پل د جوړولو چارې،  د ۱۹.۶ میلیونه افغانیو په لګښت ، د ننګرهار ولایت د ټولګټو رئیس محترم مولوي احمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

BACK TO NEWS