نورستان: د کوردر پُل د تحکیمولو کار د څه باندې ۷ سوه زرو افغانیو په لگښت بشپړ شو

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۱ - ۱۲:۳۱
نورستان:  د کوردر پُل د تحکیمولو کار د څه باندې ۷ سوه زرو افغانیو په لگښت بشپړ شو

د ټولگټو وزارات له لوري په نورستان ولایت کې د کوردر پُل د تحکیمولو کار بشپړ شو، دا پُل چې د سیلابونو له کبله یې ځینې برخې تخریب شوي وې له بشپړ ویجاړیدو څخه د مخنیوي په موخه تحکیم کاري شو.

د پل د تحکیم کاري دا پروژه د ټولگټو وزارت له لوري له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره د څه باندې ۷ سوه زره افغانیو په ارزښت تړون شوې وه، چې اوس یې کار بشپړ شو.

دا پُل چې د کونړ – نورستان پر غځېدلي سړک موقعیت لري، د کار له بشپړیدلو سره به د یادو ولایتونو د اوسیدونکو د تگ راتگ په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

...

8 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۵
Background image

په حمل میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د حمل مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۸۷۳۹۸۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۵۷۷۹۸۹ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۸۲۹۵۲ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۶
Background image

د پنجشېر – تخار د ۲۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د هېواد د اقتصادي ودې او بیارغونې د پلان له مخې، د پنجشېر – تخار سړک د رغونې چارې د څه باندې ۴۵۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ ۲۵ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د غزني ولایت اړوند د خوګیاڼیو ولسوالۍ سړک د اساسي رغونې چارې د ۷۵۷ میلونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې دي، چې نن د غزني ولایت د مرسیتال. . .

BACK TO NEWS