د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معين د سالنگ له لویې لارې څخه لیدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۴ - ۱۰:۳۴
د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معين د سالنگ له لویې لارې څخه لیدنه وکړه

د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار د دغه وزارت د یو شمیر رئیسانو او تخنیکي ټیم په ملتیا سالنگ ته سفر وکړ او د سالنگ لویې لارې له مسیر او د سالنگونو له  ریاست څخه یې لیدنه وکړه.

د دغه سفر پرمهال د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین په مشرۍ د سالنگونو ریاست په مرکزي دفتر کې د سالنگونو ریاست د کارکوونکو او د وزارت د یو شمیر رئيسانو او انجنیرانو په گډون ناسته تر سره شوه او د سالنگ د لویې لارې په اړه تخنيکي مشورې، لازمې لارښونې او د ستونزو پر هوارولو بحث او پريکړې وشوې.

همدارنگه په دغه ناسته کې د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سالنگ د لويې لارې د ترميم په اړه د معياري پرمختگ لپاره لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې او ټینگار يې وکړ، چې د هوا له ښه والي سره سم به د سړک د فرش او نورو برخو د رغولو لپاره زمینه برابره کړي.

د یادوني وړ ده، چې د دغه سفر په ترڅ کې د ټولگټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سالنگونو ریاست اړوند وسایطو او ماشینري، د ډبرو ماتولو دستگاه او سالفټ ځایونو څخه لیدنه وکړه او اړوند ریاست ته یې د ترمیم لارښوونه وکړه.

...

6 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۶
Background image

په تېره یوه میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د دلوې مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۷۲۶۵۶۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۵۵۴۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۱۷۳. . .

BACK TO NEWS