د افغانستان اسلامي امارت د کار له پیل څخه تر دا مهال پورې د ټولګټو وزارت د کړنو او فعالیتو په اړه مطبوعاتي علامیه:

ناپیژنده (not verified)
د افغانستان اسلامي امارت د کار له پیل څخه تر دا مهال پورې د ټولګټو وزارت د کړنو او فعالیتو په اړه مطبوعاتي علامیه: نه

بسم الله الرحمن الرحمن الرحیم

ټولګټو وزارت د افغانستان اسلامي امارت د پراختیایي اهدافو او پالیسیو د پلي کولو په برخه کې د ترانسپورټي زیربیناوو د سکتور د مهم غړې په توګه د ملي، ولایتي او ولسوالیو سړکونو د رغونې، ساتنې او څارنې مسؤولیت په غاړه لري او په دې برخه کې رغنده رول تر سره کوي.

دا وزارت د افغانستان اسلامي امارت د کار له پیل څخه تر دا مهال پوري، د هیواد اوسني وضعیت ته په پام سره د افغانستان د خلکو د ترانسپورتي ستونزو د حل او د ترانسپورتي زیربیناوو د ساتنې او څارنې په موخه د هیواد په ډیری ولایتونو کې ګڼې پروژې تطبیق کړې دي او په ځینو نورو ولایتونو کې یې کار دوام لري.

د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت، نه یواځي د لویو لارو، سړکونو، پُلونو او پُلچکونو د ترمیم په برخه کې فعالیت کړی؛ بلکي د وزارت د تشکیلاتو، د لوړ تناژ باروړنکو موټرو د وزن د انتقال د څرنګوالي مقررې او د ځينو تلو د فعالولو په برخه کې هم بنسټيزې کړنې تر سره کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت د کار په پیل کې، د کابل – کندهار لویې لارې د ۶۵ کیلومتره سړک میلینګ کاري د څه باندې ۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د قلات – شینکۍ ولسوالۍ د سړک داغ ګیري او پر دغه مسیر د پلچکونو ترمیم د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په ارزښت او د ۱۵۵ مترو په اوږدوالي سره د ۵ پایو پُلونو ترمیم د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړي وه، چې دا مهال د یادو پروژو د ترمیم او بیارغوني کار بشپړ شوی دی.

په ورته مهال دغه وزارت د شمالي او جنوبي سالنګ لویې لارې ۳۰ کیلومتره سړک د څه باندې ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت او د کابل – میدان وردګو د ۸ کیلومتره سړک اساسي ترمیم د څه باندې ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد کړي وه، چې د یادو پروژو کار هم بشپړ شوی دی.

پر دې سربیره؛ دا وزارت توانیدلی دی چې، د قراردادي شرکتونو او  د ولایتي ریاستونو د شته ماشینرۍ او مسلکي پر سونل پرمټ په ټول هیواد کې (۹۱۲) کیلومتره سړک، (۹۹۲) کیلومتره پُلونه او (۲۳۰) پایي پُلچکونه، او همدارنګه استنادي دیوالونو او معبرونه ترمیم او بیاورغوي.

د بیلګې په توګه په ځینو ولایتونو کې د څو پروژو یادونه کوو:

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۵:۴۳
Background image

د هېواد دلویو لارو او سړکنو د نن ورځې وضعیت

نن ورځ د هېواد په ډېری ولایتونو کې آسمان شین دی او د هېواد ګڼ شمېر لویې لارې او سړکونه د ترافیکو پرمخ پرانیستي دي. د سالنګونو لویې لارې په ګډون د هېواد په ټولو لویو لارو کې د وسایطو تګ . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۳۱
Background image

د هېواد د سړکونو او لویو لارو د نن ورځې وضعیت

د وروستیو ورښتونو، سېلابونو، طوفان او غر ښویېدنې له امله په ځینو ولایتونو کې یو شمېر مسیرونه موقتاً د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.

د سالنګونو لویه لار، د کابل – جلال آباد لویه لار، د . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۲۴
Background image

د هېواد د لویو لارو او سړکونو د نن ورځې وضعیت

د بارانونو ورېدو، د سېلابونو راوتلو او د غر ښویېدنې له امله، د کابل جلال‌آباد لویه لاره د تنګي غارو په سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړلې ده. د ټولګټو وزارت عملیاتي ټیمونو له پرون راهیسې د . . .

Back to announcements