بادغیس: د بالامرغاب ـ غورماچ سړک د هموار کاري او جغل اچونې کار پیل شو

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۱۵:۰
بادغیس: د بالامرغاب ـ غورماچ سړک د هموار کاري او جغل اچونې کار پیل شو

د بادغیس ولایت د ټولګټو ریاست د ماشینرۍ او پرسونل لخوا د دغه ولایت د بالامرغاب ـ غورماچ ولسوالیو سړک د هموار کاري او جغل اجونې کار د ٦ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل پیل شو او دا مهال په چټکۍ سره دوام لري.

 دغه سړک، د هیواد شمالي ولایتونه له بادغیس ولایت سره نښلوي د بارانونو او سیلابونو له امله تخریب شوی و، چې د تګ راتګ پرمهال یې د بالامرغاب او غورماچ ولسوالیو اوسیدونکي له سختو ترانسپورتي ستونزو سره مخ کړي دي.

د یاد سړک په هموار کاري او جغل اچونه د سیمې اوسیدونکي خوښي څرګندوي، چې له او بیا رغونې سره به یې د یادو ولسوالیو د اوسیدونکو ترانسپورتي ستونزې هواري شي او د پخوا په پرتله به په اساني سره د بادغیس ولایت مرکز قلعه نو ته تګ راتګ وکړي.

 

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS