د سالنګونو لویې لارې د ٨٠ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم کارپیل شو:

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۶ - ۸:۴۴
د سالنګونو لویې لارې د ٨٠ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم کارپیل شو:

د ټولګټو وزارت له لوري د سالنګونو لویې لارې د ٨٠ کیلومتره سړک د اساسي ترمیم پروژې کار د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ پیل شو.
د سالنګ لارې د دغې پروژې د کار د پیل په مراسمو کې د ا،ا،ا د ریاست الوزرا‌ء اقتصادي مرستیال محترم الحاج ملا عبدالغني برادر، د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محترم محمد یونس مومند، د بغلان والي محترم مولوي عبدالرحمن حقاني، د پروان والي محترم مولوي عبیدالله، د یادو ولایتونو یو شمېر سیمه اییزو مسؤولینو او قومي مخورو ګډون کړی وو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د ریاست الوزرأ اقتصادي مرستیال او راغلو میلمنو ته ښه راغلاست وویل، زیاته یې کړه: د اسلامي امارت عالیقدر امیرالمؤمنین، هیوادوالو ته د ترانسپورتي اسانیتاوو د برابرولو په موخه د ویجاړو سړکونو او لویو لارو د ترمیم او بیارغولو حکم او لارښوونه کړې.
هغه همدارنګه د یادې ملي پروژې اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل، هغه وویل: د سالنګونو لویې لارې دغه برخه ٨٠ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له جبل السراج ولسوالۍ څخه پیل تر دوشي سیمې پورې رسیږي، چې د بیارغونې چارې یې په دوو برخو کې له دوو ساختماني او سړک جوړونې شرکتونو سره قرارداد شوې دي او لګښت به یې د  ټال پلازا (Toll Plaza) له محصول څخه تمویل شي.  

ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر، خبرې وکړې ویې ویل: چې د سالنګ لویې لارې د ترمیم او بیارغولو پروژه له قوش‌تېپې ملي کانال څخه وروسته دویمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده، چې د هېواد له شمال څخه جنوب ته د تګ راتګ او سوداګریزو توکو په لیږد رالیږد کې ګڼې آسانتیاوې رامنځته شي.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال همدارنګه زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي امارت په ټول توان سره د دې ملي پروژې بشپړولو ته چمتو دی او په دغه برخه کې قراردادي شرکتونو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي.

دغه راز؛ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس محمد یونس مومند د خپلو خبرو پرمهال د سالنګونو لویه لار یوه مهمه اقتصادي لار یاده کړه او له دغې پروژې څخه یې د خصوصي سکټور حمایت اعلان کړ، هغه له قراردادي شرکتونو څخه وغوښتل، چې د یادې پروژې چارې په پوره صداقت ترسره کړې. 
په پای کې د بغلان او پروان ولایتونو والیانو او امنیتي مسؤولینو خبرې وکړې، هغوی د یادې پروژې د کار له پیل څخه خوښي څرګنده کړه او قراردادي شرکتونو ته یې په اړوند برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
د سالنګونو لویه لار؛ یوه مهمه ټرانزیټي او اقتصادي لویه لار ده، چې د هېواد په ۹ شمالي ولایتونو سربېره څلور لوی سوداګریز بندرونه له مرکز کابل سره وصلوي، همدارنګه د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې به زیات شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS