د کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند د شهر صفا ۔ مانجه سړک د قیر اچونې کار پیل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۱۴ - ۱۵:۰
د کابل ۔ کندهار لویې لارې اړوند د شهر صفا ۔ مانجه سړک د قیر اچونې کار پیل شو

د ټولګټو وزارت د سرپرست محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په لارښوونه د دغه وزارت تخنیکي رئیسانو هر یوه: 
د سړکونو د ساتنې او څارنې رئیس انجنیر عبدالواسع صابري، د لابراتوارونو رئیس انجنير پادشاه قيامي او د پروژو د تضمين کیفیت رئیس انجنير ذبيح الله نادري، جنوب غربي ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې؛ په زابل ولایت کې د کابل - کندهار لویې لارې اړوند؛ د شهر صفا - مانجه سړک پروژې د ترميم او بیا رغونې کار څخه له نیږدې لیدنه وکړه او د یادې برخې د قیر اچونې کار یې پیل کړ.

د يادونې وړ ده، چې د کابل - کندهار لويې لارې اړوند د شهر صفا - مانجه سړک، ٣٧.٥ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۴ پايې پلچکونه، تر ٢٠٠ متره زیات معبرونه او ١١٠ متره د استنادي دیوالونه ترمیم هم پکې شامل دي. 

د سړک دغه پروژه، د ټولګټو وزارت لهلوري له یوه خصوصي ساختماني او سړک جوړونې شرکت سره د معادن په بدل کې قرارداد شوې، چې دا مهال یې د قیر اچونې کار دوام لري. 

...

11 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۳:۴۵
Background image

په چنګاښ میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۵ هـ.ش. کال د چنګاښ مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۱۶۳۰۰ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۴۸۳۳۸۸ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۶۰۵۴۶ټنه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

BACK TO NEWS