په بغلان ولایت کې څلور پروژې د څه باندې ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۴ - ۱۴:۳۶
په بغلان ولایت کې څلور پروژې د څه باندې ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت تطبیق کیږي


د ټولګټو وزارت له لوري په بغلان ولایت څلور پروژې د څه باندې  ۸۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل اوکار دا مهال عملاً جریان لري.

په یادو پروژو کې د څه باندې ۲.۱ کیلومتر په اوږدوالي او ۹ متره په پلنوالي سره د دوشي – پلخمري پر مسیر د بوغابي کوتل سړک د سیخ لرونکي کانکریټ اچولو چارې په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي شرکت ترمنځ د څه باندې ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د قرارداد له مخې پیل شوې.

همدارنګه په یاد ولایت کې دوې نورې پروژې چې د درې پایې ( هاشم خان ، جرخشک او چشمه شفا) پلونو ترمیم د ۶۹۷۸۱۰۰ افغانیو په ارزښت او د پلخمري – سمنګان پر لویه لار د ۱۹.۹ کیلومتره سړک ویجاړې برخې او درې پایې پلګوټي د ۵۸۸۹۵۶۰ افغانیو په ارزښت ترمیم او بیا رغول کیږي. 

د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ څخه په ګټې اخیستنې د دوشي – تالاوبرفک ۶۷ کیلومتره سړک د کیندنې او هموار کارۍ کار او دغه راز د پلخمري – بغلان سړک د ټپي برخو د ترمیم او داغګیرۍ کار هم جریان لري چې د یادو پروژو په تطبیق سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS