په تیره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۷۵۰۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۳۰ - ۹:۲۳
هفته گذشته از طریق خط آهن (۷۷۵۰۶) متریک تُن انتقالات صورت گرفته است

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د سرطان مياشتې له ۱۵مې څخه تر ۲۱مې نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۷۷۵۰۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۶۵۳۲۲) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۶۸۱) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۶۵۰۳) ټنه، چې ټولټال (۷۷۵۰۶) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اونۍ کې (۱۷۴۱) مټریک ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه يې وچه مېوه او د آنارو جوس دي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
•             کابل: 0202320933
•             بلخ: 0792008090
•             هرات: 0793500545
•             فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS