په ټولګټو وزارت کې ۴۷ مسلکي کارکونکي په قراردادي بستونو کې نوي ګمارل کیږي

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۶ - ۱۰:۴۴
په ټولګټو وزارت کې ۴۷ مسلکي کارکونکي په قراردادي بستونو کې نوي ګمارل کیږي

ټولګټو وزارت د افغانستان اسلامي امارت د تګلارې له مخې کار اهل کار ته د سپارلو، د یوې سالمې او مسلکي اداري د جوړولو او د مسلکي، متخصص او وړ کسانو د جذب په موخه، ۴۷ قراردادي بستونه د آزادې سيالۍ له لارې اعلان ته سپارلي وو، چې  شاوخوا د ۲۶۳ تنو کډون کوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه.
دغه آزموینه چې د قران کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، په اړه یې د یاد وزارت تخنیکي معین محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح و ویل چې، یاد کسان به د مسجدونو د رغولو په برخه کې ګمارکیږي او ګډون کوونکو ته یې ډاډ ور کړ چې دغه پروسه به په بشپړ شفافیت سره ترسره کیږي.
دغه راز محترم فاتح زیاته کړه چې په یاده ازموینه کې کومې واسطې او ملګتریا ته نه، بلکې پارچې او وړتیا ته کتل کیږي او هغو کسانو چې په دغه ازموینه کې ډېرې نمرې تر لاسه کړې دي په اړونده برخه کې په دنده ګمارل کیږي.
ټولګټو وزارت پلان لري چې  د عالیقدر امیر المؤنین حفظه الله د حکم په اساس د لویو لارو په اوږدو کې  ۷۵ محرابه مسجدونه و رغوي چې، یاد وزارت د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ۵ محرابه مسجدونو ودانيزې چارې سږ کال پیل کړي دي او د يو محراب مسجد د رغونې کار په دامان ولسوالۍ کې تير کال پيل شوی و.
همدارنګه، د کندهار – هرات پر لویه لار هم د ۸ محرابه مسجدونو کار د تخنیکي او تدارکاتي پروسې له بشپړیدو وروسته په روان کار کې پیل کیږي.
د یادونې وړ ده، چې ټولګټو وزارت تر دې وړاندې هم درې ځله له وړ او مسلکي کسانو څخه ازموینه اخیستې وه، چې په پایله کې یې سلګونه کسان په رسمي او قراردادي بستونو کې په کار ګمارل شوي دي.
 

...

11 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۲۱
Background image

د کندهار – هرات لویې لارې د دویم لین سړک د دویم او درېیم لاټونو د جوړولو پروژه له ۲۲ سلنه فزیکي پرمختګ سره جریان لري

د ا.ا.ا  ټولګټو وزارت له لوري د کندهار – هرات لویې لارې دویم لین سړک ( باغ پل – ګرشک) د دویم او درېیم لاټ د جوړولو پروژه، چې ټولیز اوږدوالی یې ۵۲ کیلومتره، د سړک پلنوالی ۷.۳۰ متره او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۱:۴۳
Background image

په غزني ولایت کې د خون کوتل سړک د جوړولو چارې ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د غزني ولایت د اجرستان ولسوالۍ اړوند د خون کوتل سړک د جوړولو چارې د شاوخوا ۶۳۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکټور سره قرارداد شوې دي او دا مهال د ٤٧. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او. . .

BACK TO NEWS