په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۶۷۴۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۷ - ۱۵:۴۴
په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۶۷۴۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په اسد مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۶۷۴۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي
د صفرالمظفر۲۴مه ۱۴۴۶
د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د اسد/زمري مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۳۱۶۷۴۳) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۲۵۵۳۰۷) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۲۷۸۳۱) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۲۹۰۲۹) ټنه او د خواف-هرات بندر له لارې (۴۵۷۶) ټنه، چې ټولټال (۳۱۶۷۴۳) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په اسد مياشت کې (۱۶۷۳۳) ټنه ټرانزيټ شوی، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
کابل: 0202320933
بلخ: 0792008090
هرات: 0793500545
فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معينيت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS