په عقرب مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۰:۴۷
په عقرب مياشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د عقرب مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۴۵۲۰۳۱) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۳۳۶۲۳۳) ټنه، د آقینې بندر له لارې(۴۰۷۸۸) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۷۰۷۸۰) ټنه او د خواف-هرات له لارې (۴۲۲۹) ټنه، چې ټولټال (۴۵۲۰۳۱) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ټرانزيټ او صادرات دي، په عقرب مياشت کې (۱۹۵۷) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، ارزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا 
اوس د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت ته مراجعه وکړئ.
ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.
 

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د تګاب – سروبي مسیر د ګارد ریلونو د نصب پروژه پیل شوه

د تګاب سروبي پر مسیر د ګارد ریلونو (کټارو ) د نصب پروژه ، د ۱۲ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت، د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده. دغه پروژه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

BACK TO NEWS