د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال په ترکيه کې له ميشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره وکتل

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۸:۴۷
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال په ترکيه کې له ميشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره وکتل

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) د ۳۴مې، سيمه ييزې غونډې په څنډه کې په ترکيه کې له يو شمېر ميشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره په داسې حال کې لیدنه وکړه، چې د ا.ا.ا د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر محترم نورالدين عزيزي هم شتون درلود.

د ياد وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په دغه ليدنه کې د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، دامهال د ملي او نړيوالو سوداګرو لپاره د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده او دوی کولای شي، چې افغانستان ته بېرته راوګرځي او پانګونه وکړي.

۳۴مين نشست منطقوی اتحاديه بین المللی خطوط آهن (UIC) در ترکیه برگزار شد

د اوسپنيزې کرښې مرستيال ملي سوداګر اقتصادي مجاهدین ياد کړل او زیاته یې کړه، د ا.ا.ا چمتو دی، چې له ملي سوداګرو سره هر ډول همکاري وکړي.

دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال په  ترکيه کې له ميشتو افغان سوداګرو سره د ليدنې ترڅنګ د ياد هيواد له سل کاله پخوانۍ اوسپنيزې کرښې، د دغه هیواد د اوسپنې پټلۍ له ملي موزيم، د استانبول ښار له ميټرو تمځایونو او د يادو تمځایونو له مديريتونو څخه هم ليدنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې له دې سفر څخه مخکې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال د افغانستان او ایران  ترمنځ د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د پراختيا په موخه ايران ته هم سفر کړی وو.

 ۱۱قوس د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS